اروپايي ټولنې له زيانمنو افغانانو سره د مرستې لپاره پنځوس مليون ايرو ځانګړې کړي

له يو شمېر بې‌وزلو افغانانو سره مرستې، انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له زیانګالو خلکو سره د اروپایي ټولنې د پنځوس ملیونه ایرو د نوې مرستې خبر ورکوي.

د خوړو نړیوال پروګرام، یا WFP وایي، د یوه کال په تېرېدو سره چې د افغانستان خلک له سختو او بېساري اقتصادي مشکلاتو سره مخ وو او طبعي پېښو لکه زلزلو او سېلابونو یې هم پر دغو ستونزو ور زیات کړي، نور د دې وس نه‌لري چې د ر اروان یوه بل ژمي لپاره سم تیاری ونیسي.

دې پروګرام ویلي چې له هرو لسو کورنیو نهه یې نه‌شي کولای چې د ځان لپاره کافي خواړه برابر کړي، په تېره هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستې کوي، له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

ازادي راډیو ته ډېری اورېدونکو هم په خپلو پیغامونو کې له ورته ناوړه اقتصادي وضعیت څخه شکايتونه کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اروپایي ټولنې له‌خوا د پنځوس ملیون یورو نوې مرسته چې د دې ټولنې د نړیوال مشارکت د ادارې له‌خوا ورسره شوې، حیاتي بللې او ویلې یې دي چې په دې مرستې سره به دغه پروګرام وتوانیږي چې له افغان ټولنو سره د معیشت او مقاومت په پیاوړي کېدو کې مرسته وکړي.

د خوړو نړيوال پروګرام مرستې، انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارزدافیرې رافیلا ایوډیس وویل، اوس هغه وخت دی چې افغانستان ملاتړ ته فوري اړتیا لري.

د دې هېواد وګړي د څلورو لسیزو جګړو، د اقلیم د خطرونو، کویډـ نولس ناروغۍ او د ټولنیز اقتصادي بحران له اغېزو څخه رنځ وړي چې دغه وضعیت تېر کال کې په دې هېواد کې ډېر خلک له دندو او معیشت څخه بې برخې کړي دي.

"موږ ژمن یو چې له افغانانو سره مرسته وکړو"

هغي ویلي، هغو کسانو چې پخوا یې د دسترخوان پر سر د خوړو برابرولو وس درلود، اوس له ستونزو سره مخ دي او د دوامدارې مرستې د ترلاسه کولو لپاره د بشرپالنې ادارو ته مخه کوي.

مېرمن ایوډیس وايي: "موږ ژمن یو چې له افغانانو سره مرسته وکړو، په ځانګړې توګه له تر ټولو زیانمنونکي خلکو سره د WFP د مقاومت پروګرام هغه پانګونه ده چې په اوږد مهال کې به د ټولنو لپاره مثبتې اغیزې ولري."

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې بېلابېل پروګرامونه عملي کوي، یو شمېر کسانو ته په بنسټیزو او د رغونې په پروژو کې د کار په بدل کې نغدې پیسې یا خوراکي مواد ورکوي یا هم ورته د مېوو او سبزیجاتو د پروسس یا بازار ته د خپلو محصولاتو د وړاندې کولو په برخو کې حرفوي کورسونه جوړوي.

په دې اړه نور: نېشنل انټرسټ: ایا د افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیته د وتلو لاره شته؟

دې پروګرام ویلي چې په دې برخو کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د دا ډول پروګرامونو له لارې نژدې له ۴۲۷ زره کسانو سره مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د WFP مشرې، مري ایلن مک ګروارتي وویل، افغانان تر بل هر وخت زیات په اغېزمن ډول د تولیدي معیشت په جوړولو کې ملاتړ ته اړتیا لري او په دې برخه کې د اروپایي ټولنې د دغې وروستۍ مرستې ډېره مننه کوي.

هغې زیاته کړه چې دغه مرسته به د موږ وړتیا زیاته کړي چې په اوږد مهال کې له زیانګالو کورنیو سره د دوامداره معیشیت او مقاومت په برابرو کې مرسته وکړو ترڅو هغوی د طبعي پېښو او د انسانانو په لاس د رامنځته کېدونکو ناوړه حالاتو په وړاندې ښه تیاری ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د روان کال د جنورۍ او جولای تر منځ ۱،۴ میلیونه ونې کېنول شوي، ۷۲۰ کیلومتره کانالونه جوړ شوي یا رغول شوي او ۱۱ کیلومتره د سېلابونو د مخنیوي لپاره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.

دې پروګرام دغه راز ویلي چې، د لارو او سړکونو د وضعیت له ښه کېدو سره څه باندې ۲۰۰۰ کلي اوس بازارونو ته ښه لاسرسی لري.