زلنسکي له اوکراين د غلو دانو د صادراتو په اړه د نوي جوړ جاړي هرکلی کړی

د اوکراين ولسمشر ولادمیر زلنسکي

وروسته له هغې چې د روسیې دفاع وزارت وویل، روسیه له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو موافقې ته بېرته ورستنیږي، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د دغه نوي جوړ جاړي هر کلی وکړ.

د روسیې دفاع وزارت پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، مسکو دغې موافقې ته وروسته له هغې بېرته ورګرځي چې له پوځي تحرکاتو د سمندري کوریدور یا دالان د خوندي ساتلو په اړه یې له کییف څخه کافي تضمینونه ترلاسه کړل.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، په اوس وخت کې دغه ضمانتونه کافي دي چې د اوکراین د غلو د صادراتو موافقه بېرته عملي شي.

ولسمشر ولادمیر زلنسکي دغه پرمختګ ستایلي او هغه یې د خپل هېواد او د ټولې نړۍ د پام وړ ډیپلوماسۍ نتیجه بللې ده.

په دې اړه نور: روسيه له اوکراين څخه د غلو دانو صادراتو موافقې ته بېرته ورستنېږي

زلنسکي تېره شپه ملت ته په خبرو کې وویل، د غلو د صادراتو په اړه د شوې موافقې عملي کیدل به دوام ولري.

نوموړي همدارنګه وویل، د روسیې له‌خوا د ضمانتونو غوښتنه د دې هېواد د یرغل د ناکامۍ څرګندوی ده.

د غلو د صادراتو په اړه د شوې موافقې عملي کیدل به دوام ولري.

هغه زیاته کړه له اتو میاشتو جګړې وروسته چې کریملین له اوکراین څخه د ضمانتونو غوښتنه کوي دا هم د دې څرګندوی دی چې د روسیې تېری ناکام شوی او هم دا چې موږ په یو موټی پاتېدو سره څومره پیاوړي یو.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د اوکراین د غلو د صادراتو په موافقه کې یې مهم رول لوبولی، پرون د خپل هېواد پارلمان ته وویل، د اوکراین پر غلو بار کښتۍ به د پنجشنبې د ورځې له غرمې وروسته له پلان سره سم خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

هغه کښتۍ چې له اوکراين غلې دانې صادروي. ارشيف

زلنسکي هم پرون په یوه ټویټ کې د ترکیې له ولسمشر اردوغان څخه چې د ده په وینا د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت یې کلک ملاتړ کړی، مننه وکړه.

د امریکا متحدو ایالتونو هم د اوکراین د غلو دانو د صادراتو لپاره د جوړ جاړي هرکلی کړی او روسیه یې هڅولې چې هغه دې تمدید کړي.

د اوکراین د غلو د صادراتو د موافقې اعتبار د را روانې میلادې میاشتې په ۱۹مه پای ته رسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د ملګروملتونو او ترکیې د منځګړیتوب ستاینه کړې خو دا یې هم ویلي دا مهمه ده چې نه یوازې دا چې دغه موافقه بېرته عملي کیږي بلکې د روانې میاشتې په پای کې باید تمدید هم شي.