د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

پوتين: له دويمې نړيوالې جګړې وروسته نړۍ له بې‌سارې خطرونو سره مخ ده


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، نړۍ په مخکې لسیزه کې له تر ټولو سترو خطرونو سره مخامخ ده چې له دويمې نړیوالې جګړې وروسته یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

پوتین همدارنګه وړاندوینه وکړه چې د نړۍ پر چارو د لوېدیځ د نه پاشېدونکي تاریخي تسلط دوره پای ته په رسېدو ده.

پوتین چې پرون پنجشنبې یې په مسکو کې د نړیوال سیاست د کارپوهانو یوه کنفرانس ته څرګندونې کولې وویل، را روانه لسیزه به ښايي له تر ټولو خطرناکه او د نه وړاندوینې وړ وي او په عین وخت کې به د دويمې نړیوالې جګړې له پای ته وروسته مهمه هم وي.

پوتین لوېدیځ هېوادونه ګرم وبلل چې دغه وضعیت یې رامنځته کړی او زیاته یې کړه، دې هېوادونود خپل تسلط ساتلو لپاره د نړیوالو چارو نورمونه یوې خواته کړي او هغه هېوادونه یې چې دوی یې د دویمې درجې تمدنونه بولي، لاندې کړي دي.

د روسیې ولسمشر وویل، اوکراین ته د ځواکونو په استولو هیڅ پښېمانه نه‌دی او هڅه یې وکړه چې د دغه کړکېچ ملامتي پر لوېدیځو هېوادونو واچوي چې د ده په خبره غواړي خپل نړیوال برلاسي توب ډاډمن کړي.

پوتین دغه کنفرانس ته چې د والدای دیسکشن کلب په نوم څېړنیز مرکز له‌خوا جوړ شوی و، په وینا کې دغه راز ادعا وکړه چې لوېدیځ د دغه کړکېچ په رامنځته کولو کې مرسته کړې او هم د ټایوان پر سر د یوه بحران د رامنځته کولو له لارې هڅه کوي چې نړیوال برلاسی وساتي.

پوتين ويلي، اوکراين ته د سرتېرو په استولو پښېمانه نه‌دی.
پوتين ويلي، اوکراين ته د سرتېرو په استولو پښېمانه نه‌دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د روان کال د فبروري په ۲۴مه یې پر اوکراین د غیرموجه یرغل له امله په اروپا کې له دويمې نړیوالې جګړې وروسته لویه جګړه پیل کړې او له لوېدیځ سره یې د خپل هېواد اړیکې دومره کړکېچنې کړي چې له سړې جګړې وروسته یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

پوتین په اوکراین کې جګړه د لوېدیځ او روسیې ترمنځ جګړه وبلله چې د ده په خبره هغه د ختیځې اروپا د تر ټولو لوی هېواد د برخلیک پر سره ده.

پوتین تریوه حده دا کورنۍ جګړه وبلله او زیاته یې کړه چې روسان او اوکراینان د یوه ټبر خلک دي.

کییف داوړه نظرونه په کلکه رد کړي دي.

پوتین وویل که روسیې مداخله نه وای کړای د دونباس سیمه به نوره نه وای.

پوتین وویل که روسیې مداخله نه وای کړای د دونباس سیمه به نوره نه وای.

دونباس د اوکراین ختیځ هغه سیمه ده چې اوس یې پر ډېرې برخې روسیې خپله ولکه ټینګه کړې او هغه یې له خپلې خاورې سره ملحق کړې ده.

روسیې خپل پوځي عملیات یوازې په همدې سیمې پورې هم محدود نه‌دي ساتلي بلکې د اوکراین د پلازمېنې کییف په ګډون یې پر ډېرو ښارونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې په زرګونو اوکراینیان وژل شوي او ډېر ملکي تاسیسات او ودانۍ ویجاړې شوي دي.

پوتین د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې د کریملین پر پخوانۍ ادعا بیا ټنیګار وکړ چې اوکراین په پام کې لري، په راډیو اکتیف موادو سمبال ککړ بم پر هغو سیمو استعمال کړي چې تر کنټرول لاندې یې دی.

دغه ادعا اوکراین او د دې هېواد نړیوالو متحدینو په کله رد کړې او هغه یې جعلي بللې ده.

دوی ویلي چې مسکو دغه ادعا د دې لپاره راپورته کړې چې په خپله نیت لري په اوکراین کې دغسې یو بم وکاروي ترڅو د دغه کړکېچ زیاتوالي ته پلمه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG