د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

لوړ پوړی روسي چارواکی: د اوکراين جګړه کې ښکېلې سپوږمکۍ ښايي په نښه شي


ارشيف
ارشيف

د روسې د بهرنیو چارو د وسلو د کنټرول او نه خپراوي ډیپارټمینت مرستیال کونسټاټین ورنستوو د اکټوبر په ۲۶مه ملګرو ملتونو کې وویل، د لوېدیځ هغه سپوږمکۍ چې په یو ډول نه یو ډول د اوکراین د جګړې سره مرسته کوي خورا خطرناکې دي.

هغه وویل، پر دې ظاهرا غیر نظامي جوړښتونو کېدای شي هدفي ځوابي بریدونه وشي.

هغه د ملګرو ملتونو لومړی کمېټې ته وویل، د اوکراین د جګړې لپاره د لوېدیځ سپوږمکۍ کارول پارونکی دي.

"پر دې ظاهرا غیر نظامي جوړښتونو کېدای شي هدفي ځوابي بریدونه وشي."

ورنسټوو که څه هم په مشخص ډول د کوم شرکت نوم یاد نه‌کړ خو زیاته يې کړه، موږ د ټولو هغو غیر نظامي جوړښتونو او فضايي وسایلو په اړه خبرې کوو چې امریکا او متحدان یې د اوکراین د جګړې د ملاتړ لپاره کاروي.

د دې میاشتې په پیل کې د ټکنالوژۍ د برخې میلیاردر ایلان ماسک وویل، هغه د خپل سپسیس ایکس شرکت له لارې اوکراین کې د سټارلینګ انټرنټ برابرولو ته دوام ورکوي او دا يې د خپلې ټکنالوژۍ کارولو ښه اړتیا وبلله.

د يوې سپوږمکۍ انځور - ارشيف
د يوې سپوږمکۍ انځور - ارشيف

ماسک د فبرورۍ په وروستیو کې وروسته له هغه چې پر اوکراین د روسیې د برید له امله انټرنټي خدمات ګډ وډ شول سټارلینک فعاله کړ او په ترڅ کې يې د ځمکې په مدار کې له دوو زرو څخه د زیاتو سپوږمکیو شبکه او په ځمکه کې په زرګونو ټرمنلونه رامنځته کړل.

د ملګرو ملتونو لومړی کمېټه د عمومې اسمبلې د هغو شپږو کمېټو یوه ده چې د بې وسلې کولو او د نړیوالو امنیتي موضوعاتو سره سرو کار لري.

دغه کمېټه هر کال د اکتوبر په میاشت کې له ۴ څخه تر ۵ اونیو پورې غونډې لري.

روسیه د امریکا او چین په څېر د پام وړ فضايي عملیاتو وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG