اوکراين کې نن د دفاع ورځ نمانځل کېږي

د اوکراين په دفاع کې وژل شوي سرتېري

اوکراین نن د دفاع ورځ لمانځي، خو د دغه هېواد ولسمشر ولودومیر زلنسکي خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې د روسیې له هوایي بریدونو سره احتیاط وکړي.

په ورته وخت کې اوکرایني سرتېرو له روسیي ځواکونو څخه د یو شمېر سیمو د نیولو خبر ورکړی دی.

د اوکراین د موقتي اشغال شویو سیمو د بیا ادغام وزارت په وینا، اوکرایني پوځیانو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له روسي ځواکونو د استوګني تر شپږ سوه ډېر ځایونه بېرته نیولي دي.

دا په داسې وخت کې ده چې مسکو د اوکراین پر لسګونو ښارونو بمباریو ته ادامه ورکړې ده چې یو شمېر ملکیان په‌کې وژل شوې دي.

د اوکراین د موقتي اشغال شویو سیمو د بیا ادغام وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې، د استوګني شاوخوا پنځه سوه دوه مېشت ځایونه په شمال ختیځ کې د خارکیف په سیمه کې ازاد شوې دي او د استوګني پنځه اویا ځایونه هم د خرسون په ډېره ستراتیژیکه سیمه کې اوکرایني سرتېرو نیولي دي.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د دې وزارت په وینا د استوګنې درې څلوېښت سیمې په دونیڅک او اووه هم په لوهانسک کې ازادې شوې دي.

د اوکراین د موقتي اشغال شویو سیمو د بیا ادغام وزارت په یوه بیان کې چې په خپلې وېبپاڼې کې یې خپور کړی دی، ویلي دي چې د اوکراین د ازادو شویو سیمو ساحه د پام وړ زیاته شوې ده.

دا راپور په خپل واکه توګه نه‌دی تایید شوی.

بل لور ته د برېتانیا د دفاع وزارت د استخباراتي ورځنیو خپرېدونکو اطلاعاتو له مخې نن ویل شوې دي چې په تېرو دریو ورځو کې روسي پلوه ځواکونو د دونیڅک په ختیځ کې د باخموت ښارګوټي په لور تکتیکي پرمختګ کړی دی.

په دې اړه نور: روسيې تېره شپه پر اوکراين د بې‌پيلوټه الوتکې بريدونه کړي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي تېره شپه په خپله ویډیویي بیانیه کې وویل چې، په باخموت کې سخته خونړۍ جګړه روانه ده او اوکرایني سرتېري په مړانه د باخموت دفاع کوي.

د اوکراین ولسمشر په خپله وینا کې پر اوکراینیانو غږ وکړ چې د جمعې په ورځ د روسیې له هوایي بریدونو سره ډېر احتیاط وکړي چې د اوکراین د دفاع ورځ لمانځي، خو ده وویل چې دا مهمه ورځ به هرو مرو لمانځو.

د اوکراین څلور سیمې، خرسون، لوهانسک، دونیڅک او زاپروژیا د تیرې میاشتې په وروستیو کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړې خو په ځوابي برید کې اوکرایني ځواکونو د دې منطقو په ځینو ځایونو کې سریع پرمختګ کړی دی.