د کابل ښار د پاکوالي په موخه کمپاين پيل شوی

ارشیف: په کابل کې د پاکوالي یو پخوانی انځور. 2019 اکتوبر

په کابل ښار کې د یو خصوصي پوهنتون د رضاکارو محصلانو ټولنې د ښار د پاکوالي په برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی.

په کابل کې د کاردان خصوصي پوهنتون یو شمېر محصلانو د یک شنبې په ورځ "راځئ چې خپل ښار پاک وساتو" په نوم کمپاین د کثافاتو په راټولو سره کمپاین پیل کړ.

دغو ځوانانو د یاد کمپاین له لارې خلک د ښار د پاکوالي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل.

د دغه کمپاین یو غړي امین حکیمي ازادي راډیو ته وویل: "د نن ورځې د کمپاین هدف سره له دې چې د ښار پاکوالی دی، د اوبو په مصرف کې باید پام وشي، اوبه ملي سرمایه ده، موږ ټول باید کوښښ وکړو چې دا راتلونکي نسل ته پرېږدو . دریم هدف مو دا دی چې ژمی راروان دی زموږ خلک د ډبرو له سکرو زیاته استفاده کوي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي، په دې اړه هم باید فکر وشي."

د دغه کمپاین یو بل غړي ایوب خان ازادي راډيو ته وویل، مسوولیت منونکي ښاریان کولای شي نورو ته هم انګېزه ورکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ خپلو خلکو ته دا پیغام لرو چې څه خوري باید پاتې شوني یې په سړکونو او لښتیو کې وانچوي، باید هغه ځایونو کې یې واچوي چې ښاروالۍ ورته ټاکلي، که هر څوک دا کار وکړي نور خلک هم دا انګېزه اخلي او دا د خلکو لپاره یو ستره لاسته راوړنه ده."

ارشیف

خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې، کابل ښاروالي هم په دې برخه کې مسووله ګڼي.

د کابل ښار اوسېدونکې اتلس کلنه شیلا له ازادي راډيو سره په خبرو کې دله دې امله په کابل ښاروالۍ انتقاد وکړ.

هغه وايي: "دغه کثافات چې د سړکونو په غاړه دي د ښاروالۍ لخوا ورته هېڅ پام نه کېږي. له ښاروالۍ غواړو چې په دې برخه کې جدي پام وکړي."

د دغه ښار بل اوسېدونکي روح الله تلاش هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې ښاروالې دې بې د خلکو له خوا د کیفیته سون توکو د کارولو چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي مخه ونیسي او په دې برخه کې دې جدي هڅه وکړي.

تلاش زياتوي: "دولت مسوولیت لري چې په دې برخه کې د عامه پوهاوۍ په برخه کې پرګرامونه جوړ کړي، د بې کیفیته ګازو او تېلو له واردلو څخه باید ډډه وشي. دغه شان هغه فابریکې او اپارتمانونه چې مرکز ګرمیانې لري باید بې کیفیت مواد ونه سوځوي، چې هوا ککړه نه شي."

خو د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې، کابل ښاروالې بیا وايي چې د ښار پاکوالي او دغه شان د بې کیفیته سون توکو د مخنیوي لپاره ځینې کارونه شوي.

د دې ادارې ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "د هوا د ککړتیا په برخه کې لوی پروګرامونه تر لاس لاندې دي. له یوې مودې راهیسې موږ هغه لوړې ودانۍ چې په ښار کې دي له نږدې یې ګورو، هغه لوړې ودانې چې فلترونه لري له هغوي مو تعهد اخیستی دی او هغوی چې فلتر نه لري مهرلاک شوي، ۳۶ د ګچ پخولو فابریکې وې چې له څېړنو وروسته یې فلترونه نصب کړل."

په کابل ښار کې بې نظمي، د یو ستنډرډ ښاري سیسټم نشتون او د هوا ککړتیا هغه ستونزې دي چې د دغه ښار اوسېدونکي ترې تل شکایت کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې، کابل ښاروالي بیا د ښار د پاکوالي او ککړې هوا د مخنیوي په برخه کې د خلکو همکاري اړینه بولي.