طالبان: کابل کې جومات دننه د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ودانۍ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، نن له غرمې وروسته د دې وزارت یوه فرعي جومات کې دننه د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل: "په تاسف سره باید ووایو چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کورنیو چارو وزارت په یوه فرعي جومات کې چاودنه رامنځته شوه. په یاده چادنه کې ۴ تنه لمونځ کوونکي په شهادت ورسېدل او ۲۵ تنه نور هم زخمیان دي. دپېښي په اړه پلټنې رواني دي چې کله پلټنې پای ته ورسېدې جزییات به یې له رسنیو سره شریک کړو."

هغه له دې څو ساعته مخلکې ویلي و چې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې دا چاودنه شوې ده چې هلته د کورنیو چارو د وزارت ځیني کارکوونکي هم لمونځ کوي.

د ایمرجنسي روغتون بیا وايي، په کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

په دې اړه نور: ایمرجنسي روغتون: کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي


دا روغتون چې د ایټالیا د یوې غیردولتي موسسې په مرسته چلېږي، په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې تر چاودنې وروسته دوی ته ۲۰ تنه وروړل شوي دي چې دوو یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

د تېرې نږدې یوې اونۍ په ترڅ کې دا څلورمه چاودنه ده چې په کابل کې کېږي.

نږدې دوه اونۍ مخکې د کابل په وزیر محمد اکبرخان جومات ته څېرمه د چاودنې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي

په کابل کې پر کاج ښوونیز برید وروسته دا تر ټولو مرګونې پېښه ده چې رامنځته کېږي.

د خپرو شویو تازه ارقامو له مخې په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې اړه نور: يوناما: پر کاج ښوونيز مرکز د بريد له امله ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ ژوبل دي

دغې برید پر کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

پر کاج ښوونیز مرکز د بريد په غبرګون د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلانو لاريون

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل

په دې اړه نور: اندېشه: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خونړيو پېښو د حساب ورکونې مېکانېزم رامنځته کړي

نن په ننګرهار کې هم یو شمېر ښځو د دې پېښې په غبرګون لاریون کړی و.

په دې اړه نور: ننګرهار کې معترضې نجونې: موږ پښتانه هزاره ګان يو د خپلو خويندو غچ به اخلو

تر اوسه د کاج ښوونیز برید پړه چا نه ده منلې.

یاده دې وي چې د کورنیو چارو وزارت فرعي جومات کې دننه د نننۍ چاودنې پړه یا مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.