يوناما: پر کاج ښوونيز مرکز د بريد له امله ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ ژوبل دي

پر کاج ښوونيز مرکز د بريد ټپيانو انځور

داسې مهال چې په افغانستان او له هېواده بهر، په کاج ښوونیز مرکز د برید په اړه اعتراضونه روان دي، یوناما د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې نوې شمېرې خپرې کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن سهار خبر ورکړ چې د جمعې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې د شوې برید له امله ۵۳ تنه وژل شوي چې په وینا یې لږ تر لږه ۴۶ یې نجونې او ځوانې ښځې دي او ۱۱۰ نور یې ټپیان دي.

یوناما وايي، وژل شوې او ټپیانې ټولې نجونې او ځوانې ښځې دي.

د یوناما له قوله، د دوی د بشري حقونو څانګې له‌ خوا په کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو د تایید لړۍ لا هم روانه ده او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مسؤلينو مو د یوناما د خپرو شویو شمېرو او له دوی سره د دې پېښې د نویو جزیاتو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه‌کړ.

پر کاج ښوونیز مرکز د برید نن څلورمه ورځ ده، خو لا یې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

پر کاج ښوونيز مرکز دوه ورځې وړاندې بريد وشو.

تر اوسه د هغو څېړنو جزیات هم نه‌دي روښانه شوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یې له دې پېښې وروسته، د پیل خبر ورکړی و.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ملاتړو نړیوالو بنسټونو او یو شمېر هېوادونو د دې پېښې د څېړنې او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

هاخوا نن سهار په مزار شریف کې د بلخ پوهنتون یو شمېر محصلینو چې اکثریت یې نجونې وې، پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې لاریون کوونکې واټونو ته راوتلي او د عدالت غوښتنه کوي.

له دې وړاندې په کابل، هرات او بامیان کې هم پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې نجونو او ښځو لاریونونه کړي.

پر کاج ښوونيز مرکز د بريد په غبرګون کې بېلابېلو ولايتونو کې لاريونونه شوي دي.

خو په دې لاریونونو کې د طالبانو له‌خوا له معترضو نجونو او ښځو سره تاوتریخوالی هم شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي، یو طالب وسله‌وال په هرات کې د پروني لاریون پر مهال یوې نجلۍ سره نا سم چلند کوي او راکاږي یې.

د دې ترڅنګ په کابل او هرات کې په معترضو نجونو او ښځو هوايي ډزې هم شوي، هغه کړنه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یې له طالبانو د مخنیوي غوښتنه کړې.

په دې اړه نور: پر ښځینه لاریون کوونکو د طالبانو د وسلو کارولو او هوايي ډزو غبرګونونه پارولي

له افغانستان بهر هم د دغه پېښې د غندنې غونډې شوي چې، پرون د کاناډا په تورنتو ښار کې یو شمېر افغانانو دا برید وغانده.

ویل شوي، چې نن به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم هلته د مېشتو افغانانو له خوا په دې تړاو اعتراضیه غونډه کېږي.