د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

تکل: طالبان د امن په ټینګښت کې پاتې راغلي


کابل کې د طالبانو غړي
کابل کې د طالبانو غړي

په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز تر حملې وروسته پر لاریونوالو ښځو او نجونو د طالبانو له خوا د وسلو کارولو او هوایي ډزو د ځینو نړیوالو ادارو او چارواکو غبرګونونه پارولي دي.

نن یکشنبه په هرات کې هم ځینو معترضو ښځو وویل، چې طالبانو یې د لاریون د مخنیوي لپاره هوايي ډزې کړې دي.

تر دې مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې تر ډېره د ښځو پر لاریونونو د طالبانو له خوا هوايي ډزې شوي او دغه لاریونونه خواره واره شوي دي.

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما ویلي، چې پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې ورځې په حمله کې لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

زموږ همکار صالح محمد صالح، په امریکا کې د سیاسي مسایلو له شنونکي محمود تکل څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه چې طالبان ولې وخت ناوخت تر ډېره د ښځو لاریونونه نه شي زغملی؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:32 0:00
XS
SM
MD
LG