کابل کې د ایران سفارت مخې ته د یو شمېر افغان مېرمنو لاریون

Your browser doesn’t support HTML5

یو شمېر افغان مېرمنو نن په کابل کې د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړ. دغو ښځو شعار ورکاوه چې “ایران راپورته شو او اوس زموږ وار دی.” د راپور پر بنسټ او هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسینو کې خپاره شوي دي ښکاري چې طالبان په هوایي ډزو سره هڅه کوي دغه ښځې سره وپاشي.