د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

متقي له ايراني پلان سره د اړيکو پر پراختيا خبرې کړي


د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي، انځور - ارشيف
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي، انځور - ارشيف

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پرون په ځینو ټویټونو کې له ایراني هیئت سره د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کتنې خبر ورکړی او وايي متقي په دې کتنه کې ټینګار وکړ، چې ایرانۍ رسنۍ دې د افغانستان مثبت او واقعي تصویر وړاندې کړي.

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ایران د سفارت مرستیال حسین مرتضوي، ځینې نور ایراني ډيپلوماتان او د رسنیو ځینې استازي شامل وو.

د دواړه لوريو په ليدنه کې د پام وړ موضوع د افغانستان لپاره د ایران د سفیر بهادر امینیان نه موجودیت و، چې د ایران د نیمه دولتي اژانس ایسنا په حواله په وروستیو کې امینیان له دې دندې لیرې کړای شوی او پر ځای یې حسن کاظمي قُمي د افغانستان لپاره د ایران د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

حسن کاظمي قُمي تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره شنبه د دې بدلون خبر ورکړ.

حسن کاظمي قمي
حسن کاظمي قمي

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د خبر له‌مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو پر خلاف د بهادر امینیان د خبرو تر افشا وروسته هغه د افغانستان لپاره د ایران د سفیر په توګه له دندې لیرې کړ او پر ځای یې حسن کاظمي قُمي وګماره.

راډیو فردا د فارس خبري اژانس د داخلي بولټن د راپور په حواله خبر ورکړی چې بهادر امینیان ده ته په منسوبو صوتي پیغامونو کې چې انټرنټي هکرانو افشا کړي، طالبان «د نه منلو فاجعه او د شرم وړ» بللي دي.

"موږ ته دا مهمه ده چې د ایران اسلامي جمهوریت اړیکې له موږ سره ښې وي

د دې صوتي پیغامونو له‌مخې ښاغلي امینیان طالبان د مغولو له لښکرو سره تشبېه کړي او ویلي یې دي، چې ایران بله چاره نه لري بې له دې چې طالبان د مغولو په څېر متمدن کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د دغو صوتي پیغامونو په اړه عکس العمل وښيي، په افغانستان کې یې د ایران د سفیر بدلول، د ایران خپله داخلي موضوع وبلله، خو ویې ویل د افغانستان په اړه د تهران پر پالیسیو ډاډمن دی.

نوموړي وويل: "موږ ته دا مهمه ده چې د ایران اسلامي جمهوریت اړیکې له موږ سره ښې وي، د خلکو اړیکې یې هم ښې وي. د تجارت، اقتصاد او مرزي مسایلو دغه راز د سیمې د امنیت په اړه د دواړو هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شي. مهمه نه ده چې سفیر څوک وي، مهمه دا ده چې له افغانستان سره یې د حکومت پالیسي او چلند څنګه دی، چې هغه د ډاډ وړ دي."

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

کابل کې د ایران سفارت بهادر امینیان ته د منسوبو صوتي پیغامونو تر افشا کېدو وروسته د جمعې ماښام په یوه ټویټ کې چې څو ساعته وروسته یې بیا ډلیټ کړ لیکلي وو، د افغانستان د سفیر په توګه د امینیان د ماموریت پای ته رسېدل د افغانستان په اړه هغه ته په منسوبو صوتي پیغامونو پورې هېڅ تړاو نه لري.

په کابل کې د ایران سفارت په یوه بل ټویټ کې ولیکلي، چې. په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه د امینیان دنده پای ته ورسېده او هغه به د دودیز ډیپلوماټیک بهیر په توګه تر درې کلن ماموریت وروسته ایران ته ستون شي.

XS
SM
MD
LG