د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

په ایران کې اعتراضونه یو شمېر نورو ښارونو ته هم وغځېدل


په ایران کې د روانو اعتراضونو یو انځور
په ایران کې د روانو اعتراضونو یو انځور

په ایران کې د تېلو د کارکوونکو او د صنعتي اتحادیو د مامورینو تر رسمي غوښتنې وروسته پرون د ایران په څو جنوبي ښارونو کې اعتراضیه غونډې او اعتصابونه وشول.

د ایران د تېلو د صنعت کارګرانو د اعتراضونو د تنظیم شورا په خپله تازه اعلامیه کې له ټولو کارګرانو په عمومي تظاهراتو کې د ګډون غوښتنه وکړه.

دغو کارګرانو د کاري امنیت نشتوالي او له دندو د شړل کېدو ستونزې ته په اشاره ویلي، چې اعدامونه او ځپل د کارګرانو غلامۍ ته ورته اقدام دی، چې لوګی یې د کارګرانو سترګې لا سوځي.

د دې راپور تر جوړېدو پورې په ماهشهر، اهواز، عسلویه، ګچساران او تنګ بیجار کې د تېلو او ګازو په شرکت کې، دغه راز په خارک سیمه کې چې په تېلو غني دی د اطفایې د رسمي کارګرانو او د ایران په جنوب کې چې په تېلو غني دی، د کیمیاوي څېړنو رسمي کارکوونکو د اعتراضونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، د تېلو د کارګرانو د اعتراضونو د تنظیم د شورا او د ایران د کارګرانو د خپلواکې ټولنې د ټیلېګرام کانالونو د دغو اعتراضونو تصاویر خپاره کړي دي.

په ایران کې درې میاشتې مخکې د اعتراضونو له پیل راهیسې، په بېلابېلو صنعتي، تولیدي او د انرژۍ د صنعت په برخو کې د کارګرانو د اعتراضونو او اعتصابونو راپورونه ورکړل شوي دي.

په ایران کې دغه پراخ اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې مېرمنې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

راپورونه وايي، مهسا امیني په بشپړ ډول د حجاب د نه رعایت په تور نیول شوې وه، چې د هغې د پلویانو په وینا امیني د ګشت ارشاد پولیسو د شکنجې په نتیجه کې مړه شوه.

په همدې حال کې د تهران د یوې ځوانې ډاکټرې ایدا رستمي د مشکوکې مړینې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

په ایران کې دغه پراخ اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې مېرمنې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.
په ایران کې دغه پراخ اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې مېرمنې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د هغې د مړینې د احتمال په اړه د ایران قضایه قوې پرون شنبه د هغې د مړینې علت له یوه هوايي پله څخه لاندې غورځېدل بللي دي.

خو په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو خبرونو له مخې، د مېرمن رستمي مړی په داسې حال کې چې د شکنجې نښې ورباندې ښکارېدې، څو ورځې مخکې د هغې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د ایران وایر خبري ویبسایټ د جمعې په ورځ د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی و، چې د ایران عدلي طب ته سپارښتنه شوې چې د مېرمن رستمي د مړینې په سند کې د هغې د مړینې علت یو «تصادف» یاد کړي.

د راډیو فردا د راپور له مخې، په ایران کې د اعتراضونو له پیله چې پر سړکونو او زندانونو کې د اعتراض کوونکو د مړینې پېښې هم ورسره تړلي، د ایران د حکومت سرچینې په نورو مواردو کې د ځینو کسانو د مړینې علتونه «غیرحکومتي» یادوي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو ادارې مشر، ویلیم برنز د له پي، بي، اس تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت ښايي وکړای شي د لنډې مودې لپاره اعتراضونه وټکوي، خو په اوږد مهال کې د خلکو په ځانګړي ډول ایراني ځوانانو د غوښتنو لپاره کوم ځواب نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG