زده کوونکې: د ښوونځيو پر سر د طالب چارواکو اختلاف له نامالوم برخليک سره مخ کړي يو

د نجونو يو ښوونځی - ارشيف

د نجونو د زده‌کړو په تړاو د طالبانو د چارواکو تر منځ تر اختلاف وروسته یو شمېر زده‌کوونکې او د دوی کورنۍ وايي چې، دې اختلافونو نجونې زده کوونکې له نامعلومه برخلیک سره مخ کړې دي.

سحر چې د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف د دې او زرګونو نورو نجونو د زده کړو برخلیک له خنډ سره مخ کړی دی.

نوموړې ازادي راډيو سره خبرو کې وويل: "یو کال کېږي چې ښوونځي مو تړلي دي، د اسلامي امارت علماء د ښوونځيو د دروازو د پرانيستلو په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو نه پوهېږو چې تر څه وخته به داسې بې برخلیکه یو، موږ انسانان یو او د ازادۍ او زده کړې حق لرو."

"موږ انسانان یو او د ازادۍ او زده کړې حق لرو."

د ننګرهار پوهنتون پخواني استاد وحدت خالق ازادي راډیو ته وویل، لوڼې یې له زده کړو بې برخې شوې، له همدې امله یې افغانستان پرېښود او جاپان ته ولاړ.

نوموړی ازادي راډیو ته وویل: "د نجونو د زده کړې په اړه د شیر محمد ستانکزي خبرې یوازې د هغه خبرې نه دي، دا د ملیونونو افغانانو خبرې دي، طالبان باید زموږ د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي، ترڅو موږ د پرمختللو هېوادونو په ډله کې حساب شوو."

له تېر يوه کال راهيسې طالبانو له شپږم پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

د کابل اوسېدونکی افندي سنګر هم له طالبانو څخه ورته غوښتنه لري: "موږ غواړو چې زموږ نجونې بې تعلیمه پاتې نه‌شي، نو له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوم چې د نجونو ښوونځي پرانیزي."

د سه شنبې په ورځ د ګرځندوی د ورځې د نمانځلو په موخه په یوه غونډه کې طالب چارواکو د نجونو د تعلیم په اړه بېلابېلې څرګندونې وکړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شيرمحمد عباس ستانکزی وايي، هېڅوک داسې کوم دلیل نه‌لري چې ووایي، د ښځو تعلیم فرض نه‌دی.

نوموړي وويل: "ژر تر ژره دې د زده کړو زمینه برابره شي او په افغانستان کې باید د ټولو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي."

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت سرپرست وزیر خالد حنفي بیا وویل چې دنیايي زده کړه مباح ده.

نوموړي وويل: "هر چېرې چې ځو، هلته د تعلیم خبرې وي. تعلیم یو مباح کار دی او دا یوه علمي خبره ده."

په دې اړه نور: طالب چارواکی: د نجونو زده کړو په مخالفت کې هیڅوک شرعي دلیل نه لري

خو دیني عالمان د طالبانو ښاغلي حنفي څرګندونې ردوي او زده کړه د دین او شریعت له نظره جایزه ګڼي.

د اسلامي علومو څېړونکي محمد محق د اسلام له نظره د زده کړې اهمیت ته په اشارې سره وویل، اسلام د زده کړې په برخه کې د نارینه او ښځینه ترمنځ توپیر نه کوي.

"علم ته د هڅولو په اړه د اسلام د پیغمبر احادیث هم موجود دي، چې په هغو کې هم کوم کوم تفاوت نه‌دی مطرح شوی."

ښاغلی محق وايي: "تر ټولو لومړی په قرآن کریم کې ښوونه او روزنه د یو مهم فضیلت په توګه ذکر شوې او ډېر ایتونه په دې اړه راغلي دي او هلته هم د علم په زده کړه کې د ښځې او نارینه تر منځ توپیر نه دی شوی او همدارنګه د علم د فضیلت او علم ته د هڅولو په اړه د اسلام د پېغمبر احادیث هم موجود دي، چې په هغو کې هم کوم کوم تفاوت نه‌دی مطرح شوی."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو له یو کال زیاته موده تېرېږي او په دې ټوله موده کې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو رده کوونکو ښوونځیو تړلې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان، نورو هېوادونو او په هېواد کې دننه له نیوکو سره سره، طالبانو تر اوسه به دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.