د ویانا د غونډې اعلامیه: د افغانستان ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د ویانا غونډې کې هم ګډون درلود.

د ویانا ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو د حل لپاره پر سیاسي لارې او خبرو ټینګار وکړ.

د ویانا ناستې ګډونوال د دغې ناستې پیل د یو معنی لرونکي سیاسي بهیر پیل یادوي.

یو شمېر هغه سیاسي څېرو چې په دې ناستې کې کډون کړی و د یوې اعلامیې په خپرولو سره طالبان د واک په انحصار او دغه شان د یو داسې حکومت په رامنځته کېدو تورن کړل چې د خلکو د رایو پر بنسټ نه دی رامنځته شوی.

دغو سیاسونو په اعلامیه کې غوښتتې چې د افغانستان روانې ستونزې باید له سیاسي لارې او خبرو اترو په واسطه حل شي.

دوی ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ټولشموله او ځوابویونکي حکومت د رامنځته کېدو لپاره ملي او نړیوالو هڅې پایلې نه دي ورکړي، خو طالبان بیا تل ټینګار کوي چې د دوی حکومت ټولګډونه دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې د ویانا په درې ورځینې ناسته کې په افغانستان کې د ورځ تر بلې زیاتېدونکي بشري ناورین، په ملي او نړیوال کچه د واکمن نظام په عدم مشروعیت، د افغانستان په انزوا، د نجونو پر تعلیم او د مېرمنو د کار په محدویت، زندانی کولو، هدفي وژنو، صحرايي محکمو او جنګي او بشري جنایتونو باندې بحث شوی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې د ملي او نړیوالو ترهګرو ډلو پراختیا، د بیان د ازادۍ سیستماتیک سلبول، د رسنیو ازادي او سیاسي او مدني فعالیتونه، د حکومت په جوړښت کې تبعیض، د نړیوالو ژمنو نقض کول او د خبرو لپاره د یو پراخه او ملي بهیر نشتون هغه موارده دي چې د طالبانو حکومت په نظر کې نه دي نیولي.

په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د دې ناستې ګډونوالو له شپږم ټولګي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کړې او د افغان مېرمنو له هغې مبارزې یې ملاتړ کړی چې د خپلو حقونو لپاره یې کوي.

دغو سیاسونو چې په دغه ناستې که یې ګډون کړی و د نړیوالۍ ټولنې له دې کړنې چې تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی هرکلی وکړ.

د ویانا ناسته په اتریش کې د دغه هېواد د بین المللي انستیتیوت لخوا د روانې میلادي میاشتې له ۱۵ مې نه تر ۱۷ مې نیټې پورې جوړه شوې وه.

سره له دې چې طالبانو ددې ناستې په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د طالبان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې ددې ناستې د ګډونوالو پرېکړې د افغانستان د خلکو په خیر نه دي.

د ملي مقاوت جبهې مشر احمد مسعود، شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي، په تېر نظام کې د ولسي جرګې ځینو غړو، ښځینه فعالانو، په ملګرو ملتونو کې د تېر جمهوریت نظام استازي محمود صیقل او یو شمېر نور سیاسونو په دې ناسته کې ګډون کړی وو.