ملګري ملتونه: افغانستان کې لسګونه زره ماشومان د 'شري' په ناروغۍ اخته شوي

په پکتيا ولايت په شري يو ناروغ ماشوم

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې لسګونه زره ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي او سلګونه تنه ورڅخه مړه شوي دي، حال دا چې واکسین د اکثرو د مړینې له خطره ژغورلی شي.

د ملګروملتو د مالوماتو پر اساس، ګڼ افغان ماشومان د شري د ناروغۍ له کبله مري.

د دغه سازمان په وینا هغه ماشومان چې په شدیده خوارځواکۍ اخته دي په ځانګړي ډول د شري په ناروغۍ د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

د ملګروملتونو له اټکل سره سم سږ کال په افغانستان کې یوولس لکه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته شوي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې، دوه ډوزه ارزانه واکسین د دې ناروغۍ او ورڅخه د مړینو مخه نیسي.

افغانستان کې ډېری خلک ماشومانو ته پر وخت واکسين نه تطبيقوي چې له امله يې شری او يو شمېر نورو ناروغيو ګواښ ډېر دی.

ډاکتر فریدون ځدراڼ وايي، هغه کسان چې د شري واکسین یې کړی وي، ناروغي پرې اسانه تېریږي.

"هغه ماشومان چې واکسین شوي وي، که یې (شری) ونیسي هم، خفیف به وي"

ښاغلی ځدران وايي: "که واکسین شوي وي ممکنه ده چې ناروغ په کور کې تداوي شي. داسې ماشومان شته چې دوه – درې دورې یې ناروغي تېره کړې ده، بعضي ماشومانو چې واکسین هم کړی بیا هم په مرض اخته شوي خو کوم مشکل نه‌شته."

د ملګروملتو د مالوماتو پر اساس، د افغانستان د ټولو برخو ماشومانو ته د واکسین د نه رسېدو له کبله دا ناروغي زیاته خپره شوې ده.

د سږ کال د جنورۍ او اګست ترمنځ د شري ۶۵ زره ۴۷۰ پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه د ۳۶۷ ماشومانو د مړینو راپور ورکړای شوی دی خو داسې ښکاري چې په شري د اخته شویو ماشومانو او ورڅخه مړینو شمېر تر دې خورا زیات وي ځکه چې په افغانستان کې اکثره پېښې نه ثبت کېږي.

شری يوه ساري ناروغي ده چې په چټکۍ نورو ته لېږدول کېږي.

په پرمختللیو او شتمنو هېوادونو کې په ماشومتوب کې کوچنيانو ته د واکسین ورکولو له لارې د شري ناروغي خطر له منځه وړل شوی خو د افغانستان په شان هېوادونو کې، چې روغتیايي خدمات په‌کې کمزوري دي، ناورین پېښوي.

څېړنې ښيي، حتي که یو ماشوم له شري روغ هم شي، د ناروغیو په وړاندې یې د بدن مقاومت کمزوری کېږي او په اسانه په نورو ناروغیو اخته کېږي.

په افغانستان کې اوس د شري ترڅنګ د ماشومانو د نس ناستې ناروغي هم په اوج کې ده.

د سږ کال پر له‌پسې زلزلو او سېلونو هم ساري ناروغۍ ډېرې کړي دي.

شری تر ټولو زیاته ساري یا خپرېدونکې ده تر دې چې که په دې ناروغۍ اخته کس له یو بل چا سره، چې واکسین شوی نه وي، نژدې شي، نو په سلو کې نوي پرې اخته کېږي.