د نړۍ يو شمېر مشرانو د 'ملکې اليزابت' پر مړينه خواشيني ښودلې

ملکه اليزابت دويم، چې پرون د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه

د نړۍ مشرانو د برېتانیا د ملکې پر مړینه خواشیني او د برېتانیا له ملت سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه پیغام کې ملکې الیزابیت ته د درناوي په ترڅ کې هغه پرتمینه او بې مثاله واکمنه بللې او ویلي چې، چمتو دی د هغې له زوی، پاچا چارلس سره، چې له پخوا هم ورسره دوستي لري، له نږدې کار وکړي.

جو بایډن او مېرمن یې په خپل شریک پیغام کې زیاته کړې: "دوهمه ملکه الیزابیت داسې ستره واکمنه وه چې د امریکا د متحدو ایالتونو او برېتانیا ترمنځ د یووالي د لا زیاتېدو سبب شوه."

د ښاغلي بایډن په وینا لومړی ځل په ۱۹۸۲ م کال چې سناتور و او وروستی ځل یې د ۲۰۲۱ په جون کې د امریکا د ولسمشر په توګه د لومړني بهرني سفر په لړ کې له هغې سره کتلي و.

جو بايډن او د هغه مېرمن

ده دا هم ویلي چې، د امریکا څوارلسم ولسمشر دی چې په خپل ژوند کې یې له دوهمې ملکې الیزابیت سره کتلي دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم پرون (پنجشنیه) په یوه ټویټ کې وکښل: "ملکه په ۷۰ کلونو کې د برېتانیا د ملت د یووالي او پایښت سمبول وه. زه د فرانسې د یوه دوستې خاطرې ته درنښت کوم."

د امریکا پنځو پخوانیو ولسمشرانو دونالډ ترمپ، بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش، بیل کلنټن او جیمې کارتر په جلا جلا پیغامونو کې د دوهمې ملکې الیزابیت درناوی کړی دی.

د متحدو ایالتونو د کانګریس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د دوهمې ملکې د شخصیت ستاینه کړې او سپارښتنه یې کړې چې د هغې د مړینې په مناسبت دې د کانګریس پر ودانۍ د امریکا بیرغ نیم ځوړند شي.

ملکې اليزابت ۷۰ کاله پاچاهي وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د برېتانیا سلطنتي کورنۍ، د دغه هېواد خلکو او د کامن ویلت غړیو هېوادونو ته تسلیت ویلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې (انه لینا بیربوک) د ملکې پر مړینه غمرازي ښکاره کړې او په یوه ټویټ کې یې کښلي چې جرمني به تل د هغې درنښت کوي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ بیا د برېتانیا ملکه الیزابیت له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د سولې سمبول بللې ده.

د ایټالیا موقت صدراعظم ماریو دراګي ملکه په تېرو ۷۰ کلونو کې د نړۍ د تاریخ ستره انسانه بللې ده.

په دې اړه نور: د برېتانيا په سياسي او ټولنيزو چارو کې د ملکې اليزابت رول څومره مهم و؟

د کاناډا صدراعظم جاسټن ترودو دوهمې الیزابیت ته د درناوي د څرګندولو ترڅنګ ویلي چې، دا به د تل لپاره د کاناډا د تاریخ یوه مهمه برخه وي.

پرون بکېنګهم ماڼۍ اعلان وکړ چې د برېتانیا ملکه الیزابیت د ۹۶ کلونو په عمر او له تاج پر سر کولو ۷۰ کاله وروسته مړه شوه.