کندهار کې د معتادینو د درملنې مرکز فعالیت په ټپه درېدلی

ارشیف

په کندهار کې د معتادینو د درملنې یواځني روغتیایي مرکز روغتیایي خدمات د امکاناتو د نشتوالي له امله درېدلي دي.

په دغه ولایت کې دا مهال په نشه د روږدو کسانو د درملنې کوم دولتي روغتون نه شته خو د ګوتو په شمېر خصوصي مرکزونه د پيسو په بدل کې خدمات لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په نشه روږدي کسان د دغه ولایت په مرکزي زندان کې ساتي چې روغتیا پالان پر دغه ډول درملنه نیوکي لري.

نور حال د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور