طالبان: کابل کې د بېګانۍ چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي

ارشیف: په کابل کې له چاودنې وروسته د جومات دننه

د طالبانو د حکومت کابل امنیه قوماندانۍ مني چې تېر ماښام د کابل ښار ۱۷ حوزې اړوند خیر خانې سیمه کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومانداني مني چې د چهارشنبې په ماښام په خیرخانه سیمه کې د صدیقیه په نوم جومات کې د شوې چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډیو ته په یو پیغام کې لیکلي: "ه ډېرې خواشينۍ سره باید ووایم چې پرون ماښام د ۱۷مې حوزې اړوند په یو جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې له امله یې زموږ ۲۱ تنه هېوادوال شهیدان او ۳۳ زخمیان شول."

خو د ځینو نور بهرنیو رسنیو افغان خبریالان چې په کابل کې دي پر خپله ټویټر پاڼه د چاودنې د وژل شویو شمیر ۲۰ او د ټپیانو تر څلویښتو ډېر یاد کړی دی.

په راپورونو کې راغلي، چې په دې پېښه کې د مولوي امیرمحمد کابلي په نوم یو دیني عالم او د ده څو تنه شاګردان هم وژل شوي دي.

د کابل ایمرجنسي روغتون بیا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له یادې پېښې ورته ۲۷ ټپیان ور وړل شوي چې درې یې وژل شوي، د دوی په خبره په ټپیانو کې د یو ۷ کلن ماشوم په ګډون ۵تنه ماشومان هم شامل دي.

د چادونې نوعیت هم ماین چاودنه ښودل شوې او مسوولیت یې تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا پېښه غندلی او ویلي، چې عاملین به یې ژر ونیول شي.

د ډېرو عامو خلکو او خواله رسنیو کاروونکو په ګډون د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا پېښه غندلې ده.

پخوانی ولسمشر حامدکرزی

کرزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا پېښه په کلکو ټکو غندي او دا د بشر ضد عمل د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بولي.

دا په وروستۍ یوه میاشت کې په ځانګړې توګه د محرم هجري قمري میاشتې له پیله تر دې دمه درېیمه پېښه ده چې پر مقدسو ځایونو او ملکي وګړو تر سره کېږي.

تر دې وړاندې د دغه شان پېښو مسوولیت داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې خراسان څانګې پر غاړه اخیسته.