روسي پولیسو د ازادې اروپا/ازادۍ راډيو د همکارو خبریالانو کورونه پلټلي

روسي پولیس

د روسیې پولیسو د څو هغو خبریالانو کورونه تالاشي کړل، چې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د روسۍ څانګې له پروګرامونو سره یې همکاري کوله.

د روسیې پولیسو پرون چهارشنبه د ټولنپوه اسکندر یاسافي یف کور چې د روسیې د تتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې دی، تالاشي کړ.

د هغه مدافع وکیل رحیم صابروف ویلي، چې پولیسو یې موکل د پوښتنو ګروېږنو لپاره له ځان سره بېولی، د هغه او د هغه د کورنۍ د غړو ټلیفونونه یې ضبط کړي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې اسکندر یاسافي یف د پوښتنو ګروېږنو لپاره ولې نیول شوی، خو ممکن یو دلیل دا وي، چې دی پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل له کبله څرګند دریځ لري.

بلخوا د کرملین یوه پلوي ویبسایټ تتار-انفورم پرون راپور ورکړی، چې پولیسو د اوو نورو محلي خبریالانو کورونه هم تالاشي کړي دي.

دغو کسانو یا د ازادو ترجمانانو په توګه کار کاوه یا یې هم د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو په روسۍ او تاتارۍ څانګه باشکیر راډیو کې کار کاوه، یا هم د ایډل ریالیټیز په نوم انلاین پروژې سره همکاري کوله.

د دغو اوو کسانو له ډلې یوازې یو تن تثبیت شوی، چې مارینا یدکیوویچ ده او له ایډل ریالیټیز سره همکاري کوي.

د تتار-انفورم ویبسایټ د معلوماتو له مخې دغه عملیات د دغو خبریالانو له راپورونو سره ارتباط لري، چې پر اوکراین د روسیې د حملې په باب وو.

د روسیې پولیسو پرون په یکاترینبورګ ښار کې یلینا شوکایووا چې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو له روسۍ څانګې سره کار کوي او له څو نورو بې پرې رسنیو سره همکاري لري، د افراطي ډلو لپاره د تبلیغ په تور په ۱۴ ورځني بند محکومه کړه.

د شوکایووا مدافع وکیل رومان کاچانوف ویلي، چې موکله یې په دې تورنه شوې چې د کرملین د زنداني شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ مطالب یې بیا خپاره کړي دي.

روسیې تېر کال د ناوالني د اداري فساد ضد بنسټ د افراطي ډلې په توګه اعلان کړ او له دې بنسټ سره یې هر ډول راکړه ورکړه منع کړه.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو، بي بي سي او نورو بې پرې رسنیو ویبسایټونه د هغه څه له کبله چې روسي چارواکي یې غلط راپورونه ګڼي، په روسیه کې تړل شوي دي.