افغانستان کې د روان بشري بحران عوامل څه دي؟

يو افغان ماشومه چې بېوزلۍ ځپلې

د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې په افغانستان کې د بشري حقونو د تیاره راتلونکې خبرداری ورکړی.

په هغه مفصل راپور کې چې پرون د اګست په ۱۲مه خپور شو، دې کارپوهانو ویلي د افغانستان اقتصادي بحران چې له پخوا راهیسې یې میلیونونه افغانان زیانمن کړي، نه یوازې کم شوی نه دی بلکې اټکل کېږي چې د پراختیايي چارو د ځنډېدو او په بهر کې د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو له کبله ښايي نور هم پراخ شي.

احمد تکل په افغانستان کې د روان بحران د عواملو او د هغه د حل پر لارو د سیاسي چارو له شنونکي او د پوهنتون استاد دریاخان بهیر سره خبرې کړي.

ښاغلی بهیر د مرکې په پیل کې په تېر یوه کال کې د افغانستان بشري بحران ته یوه لنډه کتنه کړې.

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د درياخان بهير مرکه