د روسیې ولسمشر له خپلو ایراني او ترکي سیالانو سره ګوري

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ټاکل شوې، چې د روسیې ولسمشر نن له خپلو ایراني او ترکي سیالانو سره په تهران کې وګوري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تهران ته رسېدلی او نن به له خپلو ایراني او ترکي سیالانو ابراهیم رییسي او رجب طیب اردوغان سره وګوري.

تمه ده، چې د دوی په کتنه کې به د ملګروملتونو د هغې طرحې په اړه پر خبرو تمرکز وشي چې غواړي د اوکراین د غلې صادرات بیا پیل او په نړۍ کې د خوړو روان بحران اوار شي.

درې واړه مشران به د سوریې د کړکېچ په اړه هم خبرې وکړي.

دا غونډه د سوریې په اړه د آستانې د خبرو په چوکاټ کې پلان شوې.

پوتین به د ایران له لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي سره هم وګوري.

د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین له یرغل وروسته دا لومړی ځل دی چې پوتین د پخواني شوروي اتحاد له قلمرو څخه بهر یوه هېواد ته سفر کوي.

د روسیي رسنیو د راپورونو له مخې د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار په مسکو کې خبریالانو ته ویلي دي، چې د اردوغان او پوتین په کتنه کې د هغه پلان په اړه بحث هم شامل دی چې باید د اوکراین د غلې صادراتو ته اجازه ورکړل شي.

یوري اوشاکوف ویلي دي، چې روسیه په دې برخه کې ګډ کار ته چمتو ده.

روسیې د تورې بحیرې ځینې بندرونه نیولي او د اُدېسې بندر په ګډون پر ځینو نورو یې بمباري کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین هم په خپلو ځینو بندرونو کې ماینونه ځای پرځای کړي څو د روسانو له حملو یې خوندي کړي.

د راپورونو له مخې د اوکراین له بندرونو د غلې د صادراتو د آزادولو په برخه کې د روسیې، اوکراین، ترکیې او ملګروملتونو ترمنځ خبرې یوې نتیجې ته نژدې شوې دي.

د اوکراین د غنمو کروندې

ټاکل شوې، چې روسي او اوکرایني مرکچیان سبا د جولای ۲۰مه په استانبول کې د ملګروملتونو او ترکیې له ډيپلوماتانو سره وګوري او د احتمالي نتیجې په اړه خبرې وکړي.

د روسیې دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، د هغې موافقې اسناد به ډېر ژر چمتو شي چې له مخې یې د اوکراین د غلې او همداراز د روسیې د غلې او سرې صادراتو ته اجازه ورکول کېږي.

د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي آکار تایید کړه، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په اصولو کې یوه موافقه ترلاسه شوې ده څو د دواړو هېوادونو د غلې صادرات د یوه خوندي سمندري دهلېز له لارې بهر ولېږدول شي.