د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ملګري ملتونه: د اوکراین جګړې ډېرو هېوادونو ته د لا ویجاړېدو ګواښ رامنځته کړی


پر اوکراین د روسیې د حملې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
پر اوکراین د روسیې د حملې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د اوکراین جګړې ډېرو بې‌وزله هېوادونو ته د لا ویجاړېدو ګواښ رامنځته کړی.

د دغه سازمان یوې کاري ډلې په خپل راپور کې ویلي چې دغې جګړې د ۱۰۷ هېوادونو وګړي له اقتصادي اړخه ځپلي او دې ډله کې د ۶۹ هېوادونو وضعیت همدا اوس کړکېچن دی.

دغه نوی راپور ښيي چې د اوکراین زیاتېدونکې جګړې په بې‌وزله هېوادونو کې د خوراکي موادو، انرژۍ او مالي سیستم ناورین رامنځته کړی.

د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون (د اپرېل ۱۳مه) د دغه راپور د خپرېدو پر مهال وویل، دا هغه هېوادونه دي چې لا له وړاندې یې د کرونا، اقلیمي بدلون او بشپړې بودجې ته د کم لاسرسي له کبله اقتصاد ځپل شوی دی.

ګوترش خبریالانو ته وویل: "موږ اوس له داسې بشپړ طوفان سره مخامخ یو چې د ډېرو مخ پر ودې هېوادونو اقتصاد ته‌یې د ویجاړۍ ګواښونه رامنځته کړي."

د ده په وینا دا مهال شاوخوا ۱،۷ میلیارده کسان په نړۍ کې په لوړه کچه د خوراکي موادو، انرژۍ او مالي سیستم له ستونزو سره مخامخ دي او له دې ډلې یو په درېیمه برخه مخکې له مخکې په نېستۍ کې ژوند کوي.

د روسیې یو زغروال موټر د اوکرایني پوځیانو له لوري هدف ګرځول شوی دی.
د روسیې یو زغروال موټر د اوکرایني پوځیانو له لوري هدف ګرځول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا څانګې سکرتر جنرالې ریبیکا ګرینسپن "Rebeca Grynspan" چې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې همغږي کوونکې وه په خپل راپور کې ویلي، هغه خلک چې د اوکراین د جګړې له کبله متأثره شوي په ۱۰۷ هېوادونو کې اوسېږي.

د راپور له مخې په دې ډله کې ۶۹ هېوادونه چې ۱،۲ میلیارده نفوس لري له بشپړ طوفان سره مخامخ دي او اوسېدونکي یې د خوراکي موادو، انرژۍ او مالي سیستم له بحرانه عملاً رنځ وړي.

په دغو کې ۲۵ هېوادونه په افریقا، ۲۵ په اسیا او پاسیفیک او ۱۹ نور په لاتینې امریکا او کریبین کې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وویل، د نړۍ ۳۶ هېوادونه له روسیې او اوکراینه د اړتیا تر نیمایي زیاته اندازه غنم واردوي.

د ده په وینا په ډېرو بې‌وزله هېوادونو کې د خوراکي موادو او انرژۍ لوړې بیې ناندرۍ راپورته کړي او په خبره‌یې دا وضعیت ټولنیزه او سیاسي بې‌ثباتي هم راوستلی شي.

ګوترش د اوکراین د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو او پر صادراتو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG