په افغانستان کې د ګوتو په شمېر پاتې د هندوانو او سېکهانو کورنۍ غواړي چې ژر تر ژره له دې هيواده وویستل شي.
د کابل د شور بازار سیمه کې اوس هم شور او ګڼه ګوڼه شته، خو په دې منځ کې د پخوا په شان د هندوانو او سېکهانو ډېر شتون نه محسوسېږي.
کرار کرار د دوى شمېر له زرګونو سلګونو او اوس ان لسګونو ته رارسېدلی دی.
په یو نیم پلورنځي کې لا هم سېکهان افغانان ښکاري خو له رسنیو سره د امنیتي ستونزو له امله خبرې نه کوي، یوازې د ازادي راډیو د معلوماتو لپاره وايي، په افغانستان کې د هندوانو د ګوتو په شمېر کورنۍ پاتې دي، چې د دوی ښايي په هېواد وروستۍ شپې وي.
دوی يې لوی لامل په افغانستان کې وروستي سیاسي بدلونونه بولي.
خو وايي، د پلازمېنې کابل په کارته پروان سیمه کې د دوی په ګوردوارې وروستۍ خونړۍ حملې لا پسې ووېرول نو ځکه يې د خپل هېواد د پرېښودو پرېکړه کړې ده.
په کارته پروان سیمه کې د سېکهانو پر ګوردواره د تېرې جوزا میاشتې په اته ویشتمه نېټه ډله ییزه خونړۍ حمله وشوه، چې له امله يې د یو سېکـ په ګډون دوه تنه ووژل شول او اوه تنه نور ټپيان شول.
په دې اړه نور: داعش په کابل کې د سېکانو پر ګوردواره د پروني برید مسوولیت ومانهد دې پېښې مسوولیت داعش دلې ومانه.
رګبر سينګهـ په همدې پېښه کې ټپي شو.
دی چې ټپونه يې لا هم نه دي جوړ شوي له نړیوالې ټولنې غواړي چې ژر تر ژره یې له افغانستانه وباسي.
هغه زیاته کړه: "زه له بهرنۍ نړۍ او ملګرو ملتونو غواړم، دلته چې کوم اهل هنود پاتې دي باید له افغانستانه یې د وتلو هڅه وشي او په کوم بل ښار کې دې ورته د استوګنې زمینه برابره شي."
دی، وايي له دې وېره لري چې په راتلونکې کې د دوی په کومو ځانګړو مذهبي مراسمو ډله ییزه حمله ونه شي.
په دې ښار کې مېشت یو شمېر نور هندوان او سېکهان هم ورته اندېښنې لري.
ارجېت سېنګهـ چې د کارته پروان په ګوردواره برید کې یې اوښی وژل شوی، ازادي راډيو ته وویل: "دلته زموږ ژوند سم نه دی، دلته موږ هره ورځ مړه کېږو، که موږ ته بهر د ډوډۍ سره پیاز هم ورسېږي ورته خوشحاله یو ځکه لږ ترلږه ژوندي خو به پاتې شو، دلته خو چې سهار ووځي بېرته دې کور ته د راتګ تمه نه وي، کور کې درته خلک په تمه وي خو ته رانه شي نو دغسې هېواد به څه کړو."
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د هندوانو او سېکهانو په ګډون د ټولو افغانانو د ساتنې مسوولیت لري او امنیتي ادارې هڅه کوي چې د دوی امنیت په سم شکل خوندي کړي.
مجاهد وویل:" په هېواد کې د لږکیو د حقوقو په اړه باید پوره ډاډ ورکړو، د هندو او سېک لږکیو تر څنګ ټولو ته ډاډ ورکوو چې د دوی سر او مال دلته خوندي دي او موږ يې د امنیت پر ساتلو ملکف یو."
د یادونې ده، چې مخکې په جمهوري نظام کې هم د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۵مه د کابل په شورباز سیمه کې هم د دوی په ګوردواره د داعش ډلې له خوا برید وشو، چې لږ تر لږه ۲۵ سېکهان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
له پلازمېنې ور هاخوا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو ننګرهار، خوست، پکتیا، غزني او نورو کې هم ګڼ افغان هندوان او سېکهان میشت وو.
نږدې دوه کاله وړاندې په جلال اباد کې د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمي کلیزې مراسم وو.
لسګونه سېکهانو او هندوانو دا مراسم په خپلو ځانګړو سازونو او نڅا ګانو رنګین کړي وو.
دا ولایت چې یو مهال د افغان هندوانو او سېکهانو لوی مرکز بلل کېده خو اوس په کې د دغه مذهبي لږکیو یوازې پنځه کورنۍ هندوستان ته د تګ په هیله شپې سبا کوي.
د ننګرهار د مرکزي درمسال مسوول حکیم زاده جسبیر سنګهـ ازادي راډيو ته وویل، د ډېر مجبوریت له مخې اړ دي چې وطن پرېږدي خو دی وايي، که د نړۍ په هر کونج کې وي پر خپل افغانیت به ویاړي.
هغه وویل: "موږ ویاړو چې افغانان یو، هر چېرته چې لاړ شو د افغانستان په نوم یادېږو، هیڅوک دا نه وايي چې دوی د هندوستان دي هر څوک وايي دا افغانان دي، کومه د احصايي تذکره چې ستا په جیب کې ده همدا زما په جیب کې هم ده، نو موږ ورونه افغانان یوو."
د جلال اباد د مرکزي درمسال ترڅنګ په نږدې پلورنځيو کې هېڅ سېک یا هندو افغان نه تر سترګو کېږي.
دغلته هندوانو او سېکهانو د یوناني درملو لسګونه پلورنځي درلودل.
پلورنځي اوس هم شته خو په کې ناست مسلمانان دي.
ننګرهار مېشتو هندوانو او سېکهانو یا دا پلورنځي پلورلي او یا يې په نیمايي ګټه مسلمانانو ته ورکړي دي.
په ننګرهار کې د بشري حقونو یو مدافع راحت ګل زیارمل، وايي ښايي افغان هندوانو او سېکهانو ته د افغانستان پرېښودل اسانه پرېکړه وي خو دوی ته يې بېلتون د زغم وړ نه دی.
زيارمل وويل: "د سل فیصده مسلمانانو په دې ټولنه کې دې شاوخوا سل کورنیو موجودیت زموږ ټولنه رنګینه کړې وه، له بده مرغه موږ پنځه دېرش میلیونه مسلمانانو دغه سلو کورنیو ته دا ډاډ ورنه کړای شو چې تاسې زموږ په منځ کې په امن کې یاست او تاسې زموږ د ټولنې ښکلا یاست، تاسې د دې ټولنې غړي یاست او تاسې زموږ ورونه افغانان یاست، له بده مرغه د جنګ وروستۍ څپې زموږ دا ورونه له موږ بېل کړل."
دی وايي، په ننګرهار کې میشت هندوان او سېکهان له دوی سره کډ کلتوري ارزښتونه لري او د دغه ارزښتونو د ساتنې لپاره يې هر وخت هڅې کړي دي.
خو اوس چې د بېلابېلو سیاسي او امنیتي ستونزو له امله د مذهبي لږکیو دغه ډله له نامعلوم برخلیک سره افغانستان پرېږدي، ښايي ډېر وخت ونیسي چې افغان مسلمانان د دوی د نیک ګاونډي توب خاطرې هیرې کړي او دوی ته به هم د افغانستان هېرول خورا ستونزمن وي.