نړيواله پلټنه: افغانستان د نړۍ په کچه منفي لور ته روان هېواد دی

ارشيف

د یوې نړیوالې سروې نتیجه ښېي چې افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات منفي لوري ته روان دی.

په دغه سروې کې چې واشنګټن مېشتي د ګالوپ څېړنیز انستیتوت ترسره کړې، په تېر ۲۰۲۱ کال کې نړیوالو ډېر منفي پرمختګونه تجربه کړي او مثبت یې لږ و.

د دغې سروې له مخې فشار، خفګان او اندېښنه په ټوله نړۍ کې لوړ شوي، خو د افغانستان په اړه ویل شوي چې وضعیت په دغه جګړه ځپلي هېواد کې لا خراب شوی او افغانانو هغه څه لږه خوښي چې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې یې لرله هغه یې هم له لاسه ورکړې ده.

د دغې سروې له مخې د افغانستان د وګړو اتیا سلنه یې اندیښمن و، ۷۴ سلنه یې تر فشارلاندې و او ۶۱ سلنو یې د خفګان احساس کاوه.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دغې سروې د نتیجې په غبرګون کې ویلي چې دغه سروې د درستو معلوماتو پر اساس نه‌ده ترسره شوې، هغه یې یو پروپاګند بللی او ویلي یې دي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې خلک خوشحاله دي.

د طالبانو د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان کې واکمن شوي، د بشري اساسي حقونو په برخه کې یې ډېرمحدودیتونه لګولي.

د بېلګې په توګه له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومي کړای شوي او دغه راز په ټولنه کې د ښځو فعال ګډون هم محدود کړی شوی دی.

ګالوپ په مخکینۍ یوې بله سروې کې چې په اپریل میاشت کې یې خپره کړې وه، ویلي وچې که افغانانو ته زمينه برابره شي، ميليونونه به يې له افغانستان ووځي.