د جي اوه هېوادونو غونډه؛ زلنسکي د نورو درنو وسلو غوښتنه کوي

د جي اووه هېوادونو مشران

د اوکراين ولسمشر ولودمیر زلنسکي به دا غوښتنه نن د ۷ سترو صنعتي هېوادونو یا ( G7) غونډې ته د وینا پر مهال مطرح کړي.

دا غونډه پرون یکشنبه د جرمني د مونیخ ښار په ایلماو ماڼۍ کې پیل او سبا د جون په ۲۸مه یې وروستۍ ورځ ده.

له دې غونډې سره همهاله روسیې د اوکراین پر اودیسې ښار مرګونی برید کړی دی.

د اوکراین پوځي قومندانۍ نن سهار وختي ویلي، پر اودیسې برید یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې روسیې پوځیانو کييف کې د هستوګنې پر یوې سیمې توغندي وتوغول.

پر اودیسې ښار روسیې ( Tu-22) بم غورځونکې الوتکې برید کړی او چارواکو پرته له دې چې د ټپیانو یا وژل شویو کره شمېر وښېي، راپور ورکړی چې د یوه ماشوم په ګډون شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اوکراين جګړه

په دې بمبارۍ کې څو هستوګنیزې ودانۍ او دغه راز د کرنې اړوند تاسیسات نړېدلي دي او د نړول شویو ملکیتونو مساحت ۵۰۰ مترمربع ښودل شوی دی.

پرون د اوکراین چارواکو خبر ورکړ چې د روسیې له اړخه پر دوی بریدونه ډېر شوي دي.

تېره ورځ د اوکراین پر پلازمېنه کیيف او مرکزي ښار چیرکسي د توغندیو برید کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

دا له تېرو څو اونیو راهیسې پر یوه ښار تر ټولو درانه بریدونه ښودل شوي دي.

وروستي بریدونه داسې مهال کیږي چې روسیي ځواکونو د اوکراین ختیځ لوهانسک سیمه کې د ستراتیژیک ښار سیورو دونيڅک بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.

تمه ده چې د جي ۷ په سرمشریزه کې د روسیي پر ضد د نویو بندیزونه خبره هم وشي.

د اوکراین ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي، کیيف ته د وسلو په ورکړه کې ځنډ په دې معنا دی چې لویدیځ روسیې ته د اوکراین د ځپلو نور فرصت هم ورکوي.

د اوکراين ولسمشر زلنسکي

زلنسکي په مشخص ډول له لویدیځ هېوادونو د هوایي دفاع سیستم او پر روسیې نور بندیزونه غواړي.

نوموړي ویلي، که یې هېوادونه ریښتني ملګري وي، باید چټک ګامونه واخلي او یوازې د وضعیت څاروونکي ونه اوسي.

سي.ان.ان خبري شبکې خبر ورکړی چې امریکایي چارواکو اوکراین ته د هوایي دفاع سیستم اخیستی دی.