د بشري حقونو مدافع ډلې کابل کې د طالبانو له لوري له جوړېدونکې غونډې د مثبت بدلون تمه نه‌لري

د لويې جرګې تالار

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي د طالبانو له لوري په کابل کې جوړېدونکې غونډې نه د مثبتو بدلونو تمه نه‌لري.

د راپورونو په اساس طالبان را روانه چهارشنبه په کابل کې د دوی په خبره د دیني عالمانو یوه جرګه جوړوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره هیدر بار وايي فکر نه‌کوي د طالبانو له خوا جوړېدونکې جرګه کې څوک خپل غږ پورته کړای شي یا د افغانستان توکمیزه تنوع منعکسه کړي.

هغې دا خبره د طالبانو له خوا را روانه چهارشنبه په کابل کې د یوې لويې غونډې د ور بللو په غبرګون ازادي راډیو ته وکړه.

نوموړې وويل: "دا جرګه د طالبانو یوه هڅه ښکاري څو د افغانانو او نړیوالې ټولنې په وړاندې ځان مشروع وښيي. موږ له میاشتو اورو چې طالبان ډپلوماټانو ته وایي چې غواړي یوه جرګه جوړه کړي. جرګه په خپل ذات کې ښه یا بده نه ده. پوښتنه دا ده چې څوک به راځي؟ او څوک واقعاً په دې پروسه کې خپل غږ لري. د طالبانو تېر چلند ته په کتو زه اصلاً دا فکر نه‌کوم چې دا دې په حقیقت کې یوه ټولشموله جرګه وي چې پکې د سیاسي اپوزیسیون او د بېلابېلو توکمونو غړي وي او د افغانستان تنوع منعکس کړي. ښځې خو لا پریږده چې پنځوس فیصده دي. داسې ښکاري چې یوه به هم پکې نه وي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره هیدر بار

بار زیاته کړه که ښځې او نورې ډلې له دې جوړښته بهر وي هېڅ مشروعیت به ونه‌لري خو له دې سره سره ښایي دا جرګه ډېره کمه داسې یو موقع مساعده کړي چې طالبان په لږه اندازه د د نجونو او ښځو د حقونو سرغړونه بنده کړي.

د بشري حقونو یوه بله فعاله او د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا یوې کمپاینرې سمیرا حمیدي په خپل ټوېټر د طالبانو د غونډې د دایریدو په تړاو څو پرله پسې ټويټونه کړي.

مېرمن حمیدي ویلي دا جرګه کوم مشروعیت نه‌لري او یواځې د دې لپاره ترسره کېږي چې طالبانو ته کمپاین وشي.

د بشري حقونو دې مدافع طالبان تورن کړي بې له هېڅ حساب و کتاب د بشري حقونو بېلابېلو سرغړونو ته دوام ورکوي.

د بشري حقونو فعاله او د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا کمپاينره سمیرا حمیدي

د راپورونو په اساس د طالبانو حکومت په پام کې لري چې همدا چهارشنبه د چنګاښ/سرطان اتمه په کابل کې یوه غونډه جوړه کړي او پکې د هرې ولسوالۍ دوه دیني عالمان او یو مخور برخه اخلي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت، ویاند عبدالنافع ټکور یکشنبه ناوخته د دې غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "امنیت یې کاملاً نیول شوی. استخبارات، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت په منظم شکل د دې ساحې امنیت نیولی دی. مشخص نه شو ویلی چې څومره کسان پکې ګډون کوي خو د ټولو ولایتونو خلک د قومي شوراګانو په استازیتوب دلته راځي او ګډون به پکې کوي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څه وخت مخکې ازادي راډیو ته منلې وه چې د سیاسي موضوعاتو تر څنګ د نجونو د ښوونځیو د بیا پیل په اړه د علماوو د شورا څخه جوړه یوه غونډه وربلل کېږي.

د لويې جرګې هغه تالار چې د تېر حکومت پر مهال پرې ځانمرګي بريدونه هم شوي دي، اوس پکې طالبانو جرګه رابللې ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو له ځینو کمو سیمو پرته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

طالبانو دا غونډه هغه تالار کې پلان کړې چې د تېر نظام له خوا د لویو جرګو لپاره جوړ شوی.

په همدې تالار او څنګلورو سیمو باندې ګڼ وار ځانمرګي او موټر بم بریدونه هم شوي او تر ټولو لویه پېښه یې د ۲۰۱۸ کال د جون په ۴ د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴ د شاوخوا درې زره دیني عالمانو د غونډې پر مهال د جرګې تالار ته نږدې ځانمرګی برید و چې لسګونه دیني عالمانو او ملکیانو ته پکې مرګژوبله واوښته.

د جرګې پر مهال ګډونوالو دیني عالمانو په یوې فتوا سره ځانمرګي بریدونه ناروا بللي وو او د اوربند غوښتنه یې کړې وه.

طالبانو هغه وخت په دې برید کې لاس لرل رد کړي وو.