طالبان: د عالمانو لویې غونډې جوړېدو لپاره چمتووالی پیل شوی

د طالبانو بیرغ

ټاکل شوې، چې په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د دوی په خبره، د علماو لویه غونډه د چنګاښ یا سرطان میاشتې په اتمه نېټه جوړه شي.

د طالبانو د حکومت له لوري، د دوی په خبره د علماو د لویې غونډې لپاره چمتووالی پیل شوی دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دې غونډې د کره نېټې او اجندا په اړه تر دې دمه د ازادي راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي، خو د دوی په حکومت کې یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل، چې دا غونډه د چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه جوړېږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت، دې غوندې ته د امنیتي تدابیرو خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل: "موږ پوره چمتووالی لرو چې د دې غونډې امنیتي تدابیر ونیسو."

که څه هم په دغه غونډه کې د بحث وړ موضوعاتو په اړه تر اوسه له رسنیو سره هېڅ هم نه دي شریک شوي، خو مخکې تر دې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و، چې په هېواد کې د اکثرو سیاسي موضوعاتو او تر څنګ یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پیل په اړه به د علماوو له شورا نه ترکیب شوې یو غونډه راوغوښتل شي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزات هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د برخلیک په اړه دا خبره کړې وه.

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو سره په دغه هېواد کې له بلخ ولایت پرته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ریاست الوزرا ته په یوه منسوب مکتوب کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کې کېږي ویل شوي، دغې غونډې ته داسې علما د برخه والو په توګه بلل شوي، چې ښه شهرت، نوم او تقوا ولري، تر څنګ یې د مکتوب په اصطلاح د جهاد ملاتړ یې کړی وي.

ویل شوي، چې له هرې ولسوالۍ څخه درې تنه چې دوه یې علما او بل تن مخور وي، دغې جرګې ته بلل شوي دي.

خو دا مکتوب رسمي نه دی تایید شوی.

له دې وړاندې د افغانستان د ځینو ولایتونو اوسېدونکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ویلي وو، چې طالبانو د کلیو او ګذر وکیلان په خپل خوښه ټاکي او د دوی رایې یا نظر ته احترام نه کوي.

په همدې حال کې د کابل پوليتخنیک پوهنتون ویلي چې سر له نن (یکشنبې د جون ۲۶مې) د یوې اوونۍ لپاره د هېواد د علماوو سترې غونډې په مناسبت چې د لویې جرګې تالار کې ترسره کېږي، رخصت دی.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون له لوري خپره شوې اطلاعیه

دغه پوهنتون خپله لومړنۍ خبرتیا کې دې غونډې ته د "لویې جرګې" اصطلاح کارولې وه، خو له څو ساعتونو وروسته یې هغه خبرتیا له خپلې رسمي پاڼې ډېلیټ او پر ځای یې د "علماو ستره غونډه" وبلله.