د مطبوعاتو نړيوال انسټيټيوټ: طالبان دې نيول شوي خبريالان ژر خوشې کړي

د افغانستان د یوې رسنۍ انځور

د مطبوعاتو نړيوال انسټيټيوټ یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د خبریالانو نیول او زنداني کول غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې سم‌لاسي نیول شوي خبریالان خوشې کړي.

دې انسټیټیوټ په خپله وېب پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې راغلي د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، پر خبریالانو فشار زیات شوی دی.

اعلامیه کې راغلي، که څه هم طالبانو په پیل کې ژمنه کړې وه چې د رسنیو او بیان ازادۍ ته به ژمن وي، خو اوس‌مهال د قوانینو محدودېدو، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو، د دوی نیونې، ډارونې او په خپل‌سرې توګه نیولو، په دې هېواد کې د مطبوعاتو ازادي له ګواښ سره مخ کړې ده.

طالبانو په وروستيو کې پر رسنيزو سخت بنديزونه ولګول چې پر کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شول.

د مطبوعاتو نړیوال انسټیټیوټ د مې په ۲۴مه په افغانستان کې د ګردیز غږ راډیو خبریال جمال‌الدین دلدار او د صبح کابل ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخواه نیول کېدو ته اشاره کوي چې په خپلسري ډول ونیول شول.

که څه هم اعلامیه زیاتوي، چې علي‌اکبر خیرخواه بېرته خوشې شو، خو لا هم معلومه نه‌ده چې جمال‌الدین دلدار چېرته دی.

د نړیوالو مطبوعاتو انسټیټیوټ په همدې نېټه د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ښار د طالبانو د استازو له ‌خوا د خبریال میرزا حسني نیول هم یادوي او وايي، په دایکندي کې د افتاب راډیو مسوول هم وهل شوی، شکنجه شوی او اوس هم د طالبانو په بند کې دی.

په دې اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې طالبانو د مې په ۲۹مه په کابل کې د سلام وطندار راډیو خبریال رومان کریمي د اووه ساعتونو لپاره یوازې په دې پلمه توقیف کړو چې د ښځو له یوه لاریون یې راپور جوړاوه.

د نړیوالو مطبوعاتو انسټیټیوټ له طالبانو غواړي چې شوي خبریالان ژر تر ژره له بنده ازاد، د دوی د نېونې او توقیف علت روښانه او تر خوا یې د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دې اعلامیې په غبرګون کې دا ادعا سمه نه بولي وايي، له رسنیو سره د دوی چلند ډېر نورمال شوی دی.

نوموړی وايي: "کوم دوه خبریالان چې نیول شوي، د هغوی د خبریالۍ له امله نه، بلکې دوسیې يې جرمي وې. یو تن یې خوشې شوی او یو بل یې هم کېدای شي خوشې او دوسیې یې رسنیزو کارونو سره اړیکه نه‌ درلوده."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

هڅه مو وکړه چې له یادو شویو دوو خبریالانو سره هم اړیکه ونیسوو، خو بریالي نه‌شوو.

خو د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو فدراسیون د رهبرۍ غړى ګل محمد ګران مني، چې په افغانستان کې د رسنیو ازادي محدوده شوې.

نوموړی وايي: "که دا وضعیت دوام وکړي د اندېښنې وړ خبره ده. حکومت ته په کار ده چې له ژمنو سره سم، د خلکو د بیان ازادۍ حق ته درناوی وکړي."

له دې وړاندې هم د بې‌پولې خبریالانو ټولنې، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې او د رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو په خپل‌سرې نیونو نیوکه کړې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن پاتې شي.