له بنديزونو سره - سره يو شمېر مېرمنې لويو ښارونو کې موټر چلوي

هرات کې يوه چلونکې

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د مېرمنو لپاره موټر چلولو د زده کړې کورسونه بند شول خو بیا هم په یو شمېر لویو ښارونو کې مېرمنې او نجونې موټر چلوي.

موټرچلونکې مېرمنې له طالبانو غواړي چې د ښځو د موټر چلولو محدویت په اړه خپل نظر بدل کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو د زده کړې کورسونه فعالیت وکړي.

په هرات ولایت کې سیمه ییزه خبریاله شیما وفا وایي چې له لسو کلونو ډېره موده کېږي چې موټر چلوي.

خو نوموړې وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ډېره وېره موټر چلوي، شیما له هغې ورځې څخه ډارېږي چې طالبان یې د ښار په منځ کې موټر ودروي او له تند چلند سره مخ شي.

هرات کې يوه موټر چلونکې مېرمن

نوموړې چې د ځان او نورو مېرمنو نامعلومه برخلیک ته اندېښمنه ده، وایي که د طالبانو نظر د ښځو په وړاندې بدل نه‌شي، داسې وخت به راشي چې یوه مېرمن به هم موټر و نه چلوي.

نوموړې وايي: "

هر وخت دا وېره راسره وي چې که خدای مه کړه طالبان یا د ترافیکو د ریاست مسولان د مېرمنو په موټر چلولو بندیز ولګوي، څه به کېږي؟

د مېرمنو مخکې پرتې ستونزې به څه ډول حل کېږي؟ په کور، کاري ساحه او ټولنه کې به له څه ډول حالت سره مخ کېږي؟"

د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل، مزارشریف، هرات او داسې نورو کې چې د طالبانو د واکمنۍ ډېر اثر لیدل کېږي، لږ شمېر ښځې دې ته زړه ښه کوي چې د طالبانو تر بیرغ لاندې موټر وچلوي.

یوې مېرمنې چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، د طالبانو له واکمنۍ مخکې یې موټر چلاوه، وایي د جمهوریت په وروستیو کې یې په خپلو سپمول شویو پیسو موټر واخیست، د موټر زده کړې کورس ته لاړه، جواز یې تر لاسه کړ خو کله چې طالبان واکمن شول، دا یې له موټر چلولو څخه منع کړه.

نوموړې وايي: "اوس نه‌شم کولای چې موټر وچلوم، که څه هم تر اوسه د مېرمنو موټر چلول په رسمي ډول نه دي منع شوي خو موږ منع کېږو، له بلې خوا خپله هم له وېرې موټر نه شم چلولای."

له یوې خوا که د موټر چلونکو مېرمنو شمېر ډېر کم دی، بله خوا د موټر چلولو د زده کړې ډېر کورسونه هم د وروستیو تحولاتو او بندیزونه له امله تړل شوي دي.

یوې مېرمنې چې په هرات ولایت کې یې ۱۵ کاله ښځو ته د موټرچلول ور زده کول، وایي اوس نه یوازې دا چې خپل کورس نه‌شي خلاصولای، خپله هم موټر چلولو ته زړه نه ښه کوي.

د موټر چلونې يو کورس

دې کلونه ـ کلونه د موټرچلولو په برخه کې له مېرمنو سره خواري ګاللې خو نن سبا خپلې هلې ځلې له خاورو سره خاورې ګڼي.

هغه له طالبانو غواړي چې د ښځو د موټرچلولو حق دې په رسمیت وپېژني.

يادې مېرمنې وويل: "له هغې ورځې چې طالبان راغلي دي، په لوحه کې مو د خویندو برخه په رنګ پوښلې ده او پر ځای مو یې ورونه لیکلي دي چې د طالبانو لخوا له کومې ستونزې سره مخ نه شو، مخکې به ډېره خوشحاله وم چې کار ته به تلم خو اوس په کور ناسته یم، ډېره راته سخته ده."

طالبانو تر اوسه مېرمنو ته د موټر چلولو په برخه کې د جواز ورکولو او د دوی د موټر چلولو په برخه کې په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د ترافیکو ریاست په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

کابل کې د موټر چلونې يو کورس چې تېر حکومت کې فعال و

د طالبانو له واکمنۍ له ۹ میاشتو زیاته موده کېږي خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د زده کوونکو نجونو پر مخ یې د ښوونځيو دروازې تړلي دي او په اکثره دفترونو کې د کار اجازه نه ورکوي.

ښځې اندېښمنې دي چې هسې نه افغانستان بیا ورو ـ ورو د طالبانو د لومړۍ ځل واکمنۍ حالت ته و نه رسېږي.

موټر چلونکې ښځې وايي، طالبان چې نجونو ته د زده کړو او مېرمنو ته د کار حق نه ورکوي، نو د موټرچلولو چارې دوی ته د طالبانو په واکمنۍ کې له واقعيت څخه یو لرې خیال ښکاري.