په خیبر پښتونخوا کې ځینې سیاسي او ټولنیز فعالان او خبریالان وايي، ځايي پولیسو یو شمېر افغان سندرغاړي نیولي او زندان ته یې لېږلي دي.
پاکستاني پولیسو خیبرپښتونخوا ته تازه کډه شوي یو شمېر افغان سندرغاړي نیولي او زندان ته یې لېږلي دي.
ځايي خبریال فاروق فراق په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا هنرمندان له طالبانو د ځان ژغورنې په تکل خیبر پښتونخوا ته اوښتي وو.
د امریکا غږ ډیوه راډیو د پېښور د تاکال امنیتي حوزې له قوله، د نیول شویو افغان هنرمندانو نومونه ندیم شاه، نوید الله، سعیدالله او اجمل ښودلي دي.
پر دې هنرمندانو پېښور کې د غیر قانوني استوګنې دعوه شوې او په همدې پرون ځايي عدالت ته ته وړاندې شوې او بیا د درې ورځو لپاره زندان ته لېږل شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې سیاسي او ټولنیز فعال اشفاق وزیري د پولیسو د لومړني راپور پاڼه په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې او دا پېښه یې غندلې ده.
سیاسي او فرهنګې فعالې بشرا ګوهر هم د خیبر پښتونخوا د پولیسو دا کړنه غندلې او په خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي: "افغان هنرمندانو له دې امله چې طالبانو افغانستان اشغال کړی او د دوی ژوند ته ګواښ پېښ دی، خپل کورونه پرېښي."
Strongly condemn @KP_Police1 harassment, arrests & threats of deportation of #Afghan artists. They left their homes because Taliban terrorists occupying #Afghanistan have threatened their lives. @UNHumanRights @Refugees Please stop their deportation & protect their rights. https://t.co/FiWIebGhsK
— Bushra Gohar (@BushraGohar) May 28, 2022
مېرمن ګوهر هیله کړې، چې یاد هنرمندان له بنده ازاد او حقونه یې خوندي شي.
د پښتو موسیقۍ څېړونکی او پيایچډي سکالر راشد احمد خان بیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، پېښور کې د هنرمندانو د تنظیم هنري ټولنې د افغان هنرمندانو د نیولو پر ضد د اعتراض اعلان کړی.
افغانستان میں طالبان کے ظلم وستم سے بھاگ کر پاکستان میں پناہ لینے والے افغان فنکاروں کے خلاف پشاور میں پولیس کے چھاپوں اور گرفتاریوں کے خلاف KP فنکاروں کی مذمت اور احتجاج کا اعلان۔#StoppersecutingAfghanmusicuans@AimalWali @a_siab @BushraGohar @mo2005 @Khushal_Khattak @sid_abu
— Rashid Ahmad Khan (@therealrashid_) May 28, 2022
طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته، موسیقي غږول او اورېدل منع او حرام اعلان کړي.
په دې اړه نور: د طالبانو بيا ځلې واکمني؛ موسيقي او موسيقي غږوونکي اغېزمن شوي په دې اړه نور: طالبان: د موسیقۍ اورېدل ناروا، خلکو ته سپارښتنه کوو چې ترې ډډه وکړيپه یو شمېر ویدیو ګانو کې هم چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ولیدل شول، چې وسله وال کسان د موسیقۍ الات ماتوي او سوځوي یې.
په دې اړه نور: ټولنیزو رسنیو کې د وسلهوالو لهخوا د موسیقۍ الو د ماتولو وېډیو غبرګونونه راپاروليدې سره ډېر شمېر افغان سندرغاړو او د موسیقۍ غږوونکو افغانستان پرېښود.
له دوی ډېر شمېر یې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل او ځینې یې امریکا او په لویدیځو هېوادونو کې مېشت شول.
خو یو شمېر ډېر شمېر نورو بیا خپل فن پرېښود او نورو کارونو ته یې مخه کړه.
په دې اړه نور: پر موسیقۍ د طالبانو د بندیز وېره؛ سندرغاړی شباب اوس دوکانداري کويتېره اوونۍ ازادي راډیو په یو راپور کې له یو شمېر سندرغاړو او د موسیقۍ له غږوونکو سره خبرې کړې چې له خپل خراب اقتصادي وضعیت یې شکایت کاوه او ویل یې، د ژوند چارې یې ښې نهدي راونې.