افغان سوداګر: د اوکراین د جګړې دوام په افغانستان کې بیې لوړې کړي

د کابل بازار یوه څنډه

د کابل ښار د خوراکي موادو پلورونکي وایي، د اوکراین د جګړې دوام په افغانستان کې د بیو په لوړېدو ډېره اغېزه کړې ده.

پر اوکراین د روسیې د یرغل تداوم د افغانستان په څېر وارداتي هېواد باندې له حده زیات تاثیر کړی دی.

دا د کابل په بازاراونو کې د سوداګرو او پلورونکو خبرې دي چې له اسوشیتید پرېس سره غږېدلي دي.

دوی وايي د اوکراین جګړه د دې لامل شوې چې د منځنۍ اسیا په بازارونو باندې چې افغانستان ترې توکي واردوي ګڼه ګوڼه زیاته شي او له امله یې مواد قیمته شي.

د باغ قاضي عمده پلورونکی سیدجلیل وايي: "اوکراین کې چې جګړه پيل شوه. خلکو اروپايي خرید له قزاقستان شروع کړ. هغوی چې له قزاقستان خرید پيل کړ نو له امله یې لږ قیمتي راغله."

سوداګر او پلورونکي وايي د اوکراین جګړه د دې لامل شوې چې د منځنۍ اسیا په بازارونو باندې چې افغانستان ترې توکي واردوي ګڼه ګوڼه زیاته شي او له امله یې مواد قیمته شي.

دُر محمد هم د خپلې هټۍ مخته ولاړ دی او وايي، د موادو په بیو کې تر اوه اته سوه افغانۍ توپير راغلی.""

هغه وویل: "اوه سوه او اته سوه افغانۍ په موادو کې تفاوت راغلی دی. دا قیمتي جهاني ده. ټول جنجال د روسیې او اوکراین د جګړې په خاطر ده چې دا مشکل یې موږ ته هم رامنځته کړ."

پر اوکراین د روسیې د یرغل دوام د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د اوړو، خوراکي او کرنیزو توکو او تېلو بیې بې سارې لوړې شي او دا هېواد چې واردمخه په کې خلک له لوږې سره مخ دي لا یوه ژور بحران ته بوځي.

اسوشیتید پرېس له یوه اقتصادي کارپوه وحیدالله غازي خېل سره هم خبرې کړي او دا علت یې ترې پوښتی چې د اوکراین جګړې څنګه د افغانستان په بازارونو اغېز کړی.

هغه ویلي: "له اقتصادي اړخه یې پر افغانستان دومره اغېز ځکه کړی چې افغانستان غنم، تېل، غوړي او دا شیان له قزاقستان واردوي. جګړې ټوله سیمه په ځانګړې توګه افغانستان اغېزمن کړی دی."

د طالبانو حکومت بیا له نړیوالې ټولنۍ ګیله من دی چې د اوکراین په جګړې سره یې افغانان هېر کړي او بنسټيزې مرستې نه ورسره کوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبدالسلام سادات په دې اړه وايي: "افغانستان له یوې فاجعې سره مخ دی. خو نړۍ یواځۍ په یوې بورۍ اوړو او پنځو کیلو غوړیو سره غواړي ځان بشردوسته معرفي کړي حال دا چې دا زموږ د ملت د هېڅ درد لپاره نه دوا کېږي."

د ملګرو ملتونو د یوه وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې تېر څو میاشتې د اوبولګولو لپاره تخمونو، سرې او اوبو ته لاسرسی محدود دی، د کار فرصتونه کم دي او خلکو په تېرو څو میاشتو کې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره ډېر پورونه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د ماشومانو د ژغورنې ادارې تېره اوونۍ په جلا جلا راپورونو کې تایید کړه چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي، له سختې لوږې سره مخ دي.

په دې اړه نور: د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانستان نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري

په دې ډله کې لس میلیونه یې ماشومان دي.