پخوانۍ افغان وياندويانې: خپرونو کې مخ پټول به وياندويانو ته کاري ستونزې جوړې کړي

د طلوع خصوصي ټلوېزيون يوه ويانده

یو شمېر افغان تجربه لرونکې ښځینه ویاندویانې وايي، د خپرونو په هغو وړاندې کوونکو چې د ټلوېزیون په مخ راڅرګندېږي د مخ پټولو محدودیت له مسلکي اړخه د دوی کار له ستونزو سره مخ کړی.

افغان مشهوره ویانده او دیکلمه توره سهیلا اصغري چې لسیزې په دې برخه کې پاتې شوې، په ټلوېزيوني ویاندویۍ کې د شونډو حرکت ډېر مهم بولي او وايي، دا کار د خبرو په پوهولو او پېغام رسولو کې له مخاطب سره ډېره مرسته کوي.

اغلې اصغري د طالبانو د حکومت له لوري د ټلوېزیونونو په ښځینه ویاندویانو او د خپرونو په چلونکو د مخ پتولو تازه محدودیت ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل: "کله چې څوک غږېږي او د نورو غږنو له امله سړی د مخاطب خبرې سمې ونه شي اورېدلی نو د شونډو د ښورولو له لېدو څخه سړی کولای شي، چې الفاظ تفکیک کړي او په خبره ځان پوه کړي، بل د ټلوېزيون ویاند مخامخ له مخاطب سره غږېږي، په دې لحاظ د څېرې میمیک ډېر مهم او اثرناک وي، له ماسک سره خبرې کول هغه اثر له منځه وړي."

د ملي ټلوېزیون پخوانۍ ویانده سهیلا اصغري

اغلې اصغري وايي، په مخ بند کې د ویونکي ساه هم تنګېږي او کله چې دوه ویونکې څنګ په څنګ ناستې وې او خبرې کوي، لیدونکی څنګه پوه شي چې کومه یوه خبرې کوي؟

د ټلوېزوني خپرونو یو بله مخکنۍ ویونکې مریم بارکزۍ هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته خبره کوي.

په دې اړه نور: پر ښځو د طالبانو د نویو محدودیتونو هدف څه دی؟

نوموړې وايي: "په ژورنالېزم کې فیس ایکسپریشن (د څېرې بیان) ډېر مهم دی، ځکه له دې لارې مونږ کولای شو ډېر پېغامونه خپل مقابل شخص ته انتقال کړو، نو کله چې د یو خبریال مخ پټيږي، نه‌شي کولای چې فیس ایکسپریشن وکړې."

په ژورنالېزم کې فیس ایکسپریشن (د څېرې بیان) ډېر مهم دی

په ال هندیا راډیو کې پېژندل شوې افغان ویونکې رجني پرکاش، چې نېږدې شل کاله ویانده پاتې شوې، بیا د مخ پټې ویندویۍ یو بله ستونزه ته راښيي او وايي: "کله چې مونږ له ماسک سره خبرې کوو، یا خبرونه لولو دا ډېره ستونزمنه ده، په ځانګړي ډول هغوی ته چې چشمې اچوي، ځکه زه خپله عینکې کاروم، د خبرو کولو پر مهال د عیکنو شیشه غبار نیسي، نو مونږ نه شو کولای، چې متن سم وګورو یا یې ولولو."

په ال هندیا راډیو کې پژندل شوې افغان ویونکې رجني پرکاش

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت، تازه درې ورځې مخکې په افغانستان کې له خصوصي ټلوېزونونو غوښتي چې ښځینه ویونکې یې باید مخ پټې ویندويي وکړي.

د جمعې په ورځ ویاندویانې مخ پټې راڅرګندې شوې، د شنبې په ورځ یې بیا مخ بندونه لري کړي وه او له دوی يې يو شمېر ازادي راډیو ته ویلي وه، چې دا کار یې د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست په اجازه کړی دی.

خو یکشنبه یې بیا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په مکررو غوښتنو سره بیا مخونه پت شول.

په ژورنالیزم کې فیس ایکسپریشن ( د څېرې بیان) ډېر مهم دی

له ښځينه ویاندویاونو د ملاتړ په دود له تېرو دوه ورځو د یو شمېر ټلوېزیونونو نارینه ویونکي هم د خپرونو د وړاندې کولو پر مهال مخونه پوښي.

د طالبانو د حکومت دا اقدام له افغانستان بهر هم له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

افغان ښځینه ویاندویانې او د دوی ملاتړي د طالبانو له حکومت غواړي، چې د ټلوېزیونونو پر ښځینه ویندویانو او د خپرونو په چلونکو دا تازه محدودیت چې د دوی کار یې له ستونزو سره مخ کړی لرې کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه نه ده ځواب کړې، خو په تېر کې رسنیو سره په خبرو کې دا کار یو دیني امر بللی او د ټلویزونونو ښخینه کارکوونکې یې پرې مکلفې ګڼلې دي.