د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د بشري حقونو د څار سازمان: د ښځينه وياندويانو د مخونو پټولو امر زيان اړونکی دی


د طلوع خصوصي ټلوېزيون يوه ويانده
د طلوع خصوصي ټلوېزيون يوه ويانده

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، په ټلوېزیونونو کې د ښځینه ویندویانو د مخونو پر پټولو نوی محدودیت، د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د ازادۍ د شدید سلب څرګندونه کوي.

د دې سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدر بار تېر ماښام ازادي راډیوته وویل، د ښځو حجاب هغسې چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له سي ان ان سره په خبرو کې ادعا کړې وه، په هیڅ صورت اختیاري نه بلکې اجباري دی.

نوموړې ويلي: "د ښځینه ویندویانو د مخونو د پټولو امرزیان اړونکی دی، ځکه دغه ښځې هغه معلومات چې په افغانستان کې څه پېښیږي راټولوي او خلک ترې خبروي. هغوی د نورو لپاره بېلګې دي او دغو ښځو ته د یوه مثال په توګه چې نورې ښځې په دې هېواد کې آزادي لري، کتل کېږي. اوس وینو چې په څه ډول دغه ازادي د طالبانو له خوا اخیستل کیږي."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدر بار
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدر بار

دا چې په ټلوېزیونونو کې باید ښځینه ویندویانې مخ لوڅې را ښکاره نه‌شي، د رسنیو ډېرې ښځینه کارکونکې اندېښمنې کړي دي.

د طلوع ټلوېزیون خبریالې سونیا نیازي اسوشیتدید پرس آژانس ته ویلي چې دا ډول یو وضعیت یې هیڅکله هم نه وو تجربه کړی.

نوموړې ويلي: "موږ له دې فرمان او د اسلامي امارت له امر مخکې هم اسلامي حجاب هم د ټلوېزيون په پرده او هم یې ترشا مراعت کاوه. موږ مسلمانان یو او دا مو مکلفیت دی. خو دا ډول حجاب او ماسک اغوستل نه اسلامي توجیه لرلی شي او نه هم زموږ په فرهنګ کې ځای لري. دا له بهرني فرهنګ څخه راغلی او پرموږ تپل کېږي."

د ښځینه ویندویانو ترڅنګ پرون په ټلوېزیونو کې یو شمېر نارینه ویندویانو هم د اعتراض په ډول تور ماسکونه اغوستي و.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څار سازمان هم پرون په یوه ټویټ کې پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې رسنۍ او د ښځو حقونه د طالبانو تر حملو لاندې دي او زیاتوي چې نړۍ تر اوسه د طالبانو له مشرانو سره تعامل لري او هغوی ته فرصت ورکوي.

له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع کول، د ښځو پر سفر محدودیت، اجباري حجاب او اوس د ټلوېزیونونو ښځینه ویندویانې د مخونو پټولو ته اړ کول، د طالبانو هغه اقدامات دي چې د نړیوالې ټولنې له سختو عکس العملونو سره مخ شوي دي.

په عین حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانیکزي پرون په هغو مراسمو کې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین په مناسبت په کابل کې جوړشوي و، وویل چې د نجونو او ښځو د زده کړې حق باید ور کړل شي.

د هغه په وینا هیچا د ښځو شرعي حقوق او د زده کړې حق نه‌دی ورکړی.

د طالبانو سرپرست حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، وایي دوی د شریعت د احکامو له مخې عمل کوي.

نړیواله ټولنه بیا بشري حقونو په تېره د ښځو حقونو ته درناوی، د طالبانو له حکومت سره د تعامل یو مهم مورد یادوي او د دغو حقونو پر تامین ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG