د افغانستان پولې ته نږدې نظامي عملیات؛ روسیه له شمالي پولو اندېښنه لري

ارشیف: د تاجکستان ځواکونه د عملیاتو پرمهال

په داسې حال کې چې د افغانستان پولې ته نږدې د تاجکستان په بدخشان ولایت کې د عملیاتو راپورونه ورکړل شوي، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندرې رودنکو وايي، چې د افغانستان له شمالي پولو اندېښنه لري.

ده د افغانستان د شمالي سیمو وضعیت پېچلی وباله، ویې ویل چې دې وضعیت نه یوازې د روسیې بلکې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو اندېښنه هم زیاته کړې ده.

په همدې منځ کې تاجکستان وايي، چې پوځ یې په خپل نارامه بدخشان ولایت کې تروریستي ضد عملیات پیل کړي دي.

خو دا عملیات په بدخشان ولایت کې له هغو مظاهرو وروسته پیل شوي چې څو ورځې یې دوام وکړ.

مظاهره چیانو ویلي، چې والي او ښاروال د پولیسو په توقیف کې د یوه مدني فعال د وژل کېدو قضیه نه ده تعقیب کړې او له دې کبله د والي او ښاروال د استعفا غوښتنه لري.

مظاهره چیانو ویلي، چې اعتراضونه یې سوله ییز وو او دا یې مدني حق دی.

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ( د ثور ۲۲ مه) داعش ډلې ادعا وکړه، چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجکستان توغندويي برید کړی دی او د دې برید ویدیو یې هم خپره کړه.

په دې اړه نور: د اسلامي دولت ډلې ادعا؛ د افغانستان له خاورې يې پر تاجکستان توغندي ويشتلي

وروسته د تاجکستان حکومت تایید کړه، چې پر خاوره یې څو توغندي لګېدلي خو ویې ویل چې دا توغندي د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړې په لړ کې په تصادفي ډول د تاجکستان لور ته لګېدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د والدای په نړیوال مطبوعاتي کلب کې وویل، روسیه د ډله ییز امنیت تړون له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره مرسته کوي.

د ډله ییز امنیتي تړون هیوادونو مشرانو روانه اووني په مسکو کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده.