د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

طالبانو د شیر خان بندر د دروازې تړل کېدل تاید کړل


ارشیف
ارشیف

طالبانو حکومت تایید کړه چې د شیر خان بندر دروازه یې بنده کړې او چاته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته دا خبره د هغو راپورونو په غبرګون کې وکړه چې وایي، په لسګونو تاجک موټرچلونکو ته د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اجازه نه ده ورکړې چې بېرته تاجکستان ته ستانه شي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل دوی وروسته له هغې دې پرېکړې ته اړشول، چې د تاجکستان چارواکو د افغانانو پرمخ د خپلې پولې د خلاصېدو لپاره د دوی پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړ.

نوموړی وايي: "د تاجکستان خواته زموږ له له خوا نه دا څو میاشتې ستونزه نه وه، خو تاجکي اړخ متاسفانه له دې خوا نه په بندر باندې هیڅوک هم نه پرېښودل. له هغې خوا يې موږ هرڅوک را پرېښودل بیا له دوی نه مو څو واره غوښتنه هم وکړه چې دوی هم ورته تعامل وکړي، دلته تجاران لرو او خلک د ستونزو په درلودلو سره اوړي تاجکستان ته ضرورتونه لري، په قانوني اسنادوله قانوني لارو ځي. خو متاسفانه هغوی همکاري نه کوله. بار بار دا خبره موږ په ناستو پاستو کې مطرح کړې وه او د بهرنیو چارو وزارت له خوا هم دا مسله تعقیب شوې وه، وروسته موږ هم دې ته مجبورشو چې ورته ګام واخلو. لکه څنګه چې دوی د افغانستان له خوا چاته اجازه نه ورکوي چې هاخوا ته لاړشي، نو موږ هم له هغې خوا د راتګ اجازه بنده کړه."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

تاجکستان دوو موټرچلونکو د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته ویلي چې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو شاوخوا دوه سوه لارۍ نه دي پرېښي چې بېرته تاجکستان ته واوړي.

دوی ویلي چې شپې او ورځې په خپلو موټرو کې تېروي او ځان د طالبانو اسیران ګڼي.

د دلشاد په نوم یوه موټرچلونکي وویل چې لس ورځې کیږي چې طالبانو ورته د بېرته ستنېدو اجازه نه ده ورکړې.

نوموړی وايي: "موږ یې له خپلو موټرو نه یو کوز کړي. په موټرو کې یو خو ډېر آزاد نه یو او هر چېرې نشو تللی. شاوخوا دوه سوه باروړونکي موټر چې بارونه نه لري دلته ولاړې دي."

یوه بل تاجک موټر چلونکي چې د امنیتي دلایلو له امله یې خپل نوم نه دی ښودلی ویلي چې ده او یو شمېر نورو موټر چلونکو ته طالبانو ویلي و چې خپل موټر پرېږي او یوازې کولای شي تاجکستان ته بېرته ستانه شي.

طالبانو ویلي، دا ستونزه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ تفاهم له لارې حل کړي.
طالبانو ویلي، دا ستونزه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ تفاهم له لارې حل کړي.

تاجک موټر چلونکو په خپلو موټرو کې تر ډېره د ډبرو سکاره او بوره افغانستان ته لیږدوله او له دې خوا یې تاجکستان ته سمنټ وړل.

ښاغلي مجاهد دغه راز ویلي، تر هغو پورې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد او د بهرنیو چارو وزارتونو په سطحه یو تفاهم نه وي رامنځ ته شوی، د شیرخان بندر دروازه به بنده وي او سیمه ییزو چارواکو ته ویل شوي چې له هغې خوا هم چاته اجازه ورنه کړي چې افغانستان ته را واوړي.

دغه راز پرون سیمه ییزو رسنیو په شیرخان بندر کې د طالبانو د ساتونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې راپور ورکړی و، خو د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د نښتو خبره ردکړې ده.

د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د منځنۍ آسیا د هېوادونو په ډله کې چې له افغانستان سره ګډې پولې لري، د نوروپه پرتله له تاجکستان سره یې اړيکي ښه ندي.

XS
SM
MD
LG