پر جبري حجاب د امنیت شورا غونډه؛ فعالان پر طالبانو د فشار راوړلو تمه لري

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

ټاکل شوې، نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د اجباري حجاب او پر دوی د نورو لګېدلو محدودیتونو په اړه غونډه وکړي.

یو شمېر افغان ښځې له دې غونډې تمه لري، چې پر طالبانو فشار راوستل شي څو پر دوی لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

تمه ده، چې په دې غونډه کې د دې موضوع تر څنګ پر افغان ښځو د طالبانو د حکومت له خوا د نورو محدویتونو په اړه هم خبرې وشي.

یو شمېر افغان ښځې له دې غونډې تمه لري، چې پر طالبانو فشار راوستل شي څو پر دوی لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

د افغان مېرمنو د حقونو فعاله فروزان داودزۍ ازادي راډیو ته وویل: "له دې ناستې هیله لرو چې په افغانستان کې د افراطي مسایلو د تطبیق مخه ونيسي، دغه شان د مېرمنو په کار ګومارل او د ښوونځیو د خلاصون موضوع چې باید بحث پرې وشي، بله مسئله د حجاب ده چې باید هغه حجاب چې اسلام فرض کړی باید د عملي کېدو هڅه یې وشي نه دا چې پردی کلتور په افراطي شکل په افغان مېرمنو ومنل شي."

د ښځو د حقونو بله فعاله مدینه احمدزۍ موحد هم ورته غوښتنه لري او وايي، چې طالبان د میرمنو پورې اړوند مسایلو باندې سیاست کوي.

احمدزۍ وویل: "له ملګرو ملتونو نه غوښتنه کوو چې نور بس دی، افغان مېرمنې په بېلابېلو نومونو وژل شوي، ټکول شوي او رټل شوي دي، موږ ته باید د تعلیم، تحصیل او د کار حق راکړل شي، تر هغه وخته چې طالبانو د ښځو حقوق نه وي منلي باید نړیوال يې په رسمیت ونه پېژني."

خو د طالبانو د حکومت ویاند په ټینګار سره وايي، نړیوال باید په داسې مسایلو کې چې هغه د افغانانو له مذهبي او کلتوري مسایلو سره اړخ لګوي مداخله ونه کړي.

ذبیح الله مجاهد

ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا د منلو نه ده، په دې اړه د هیچا فشار نه منو،ځکه دا د افغانانو د عقيدې او باور خبره ده، افغانستان ځانګړی هېواد دی، دلته ځانګړی ملت مېشت دی، دلته په چا زور نه شته بلکې حجاب په خپله خوښه عملي کېږي، بلکې اوس هم په دې هېواد کې ۹۹ په سلو کې حجاب عملی دی، نو نړیوال نه باید د افغانانو په کلتوي او مذهبي مسایلو کې لاس وهنه وکړي، ځکه دا پایله نه لري."

د یادونې ده، چې پر افغان ښځو د طالبانو حکومت له خوا د لګولو شویو محدویتونو په ځانګړي ډول اجیاري حجاب په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا نننۍ غونډه د ناروې په غوښتنه جوړېږي.

په پام کې ده، چې په دغه غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې دیبورا لاینز د امنیت شورا ۱۵ غړو ته د طالبانو د نوي فرمان او د نورو بندیزونو په اړه معلومات ورکړي.

دیبورا لاینز

د یادونې ده، چې مخکې تر دې پرون مېرمن لاینز د طالبانو د حکومت له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره کتلي دي.

پر افغان ښځو د اجباري حجاب له موضوع مخکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو موضوع هم د نړیوالو له پراخ غبرګون سره مخ وه.

په دې اړه نور: طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ

تمه ده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې په دې موضوع هم خبرې وشي.

خو مخکې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته ویلي و، چې دوی به په دې اړه د نړیوالو فرمایشونه او فشارونو ته غاړه کې نه ږدي.

ښاغلی ریان دا هم ويلي و، چې په دې اړه د پرېکړې لپاره به د دیني عالمانو یوه غونډه راوبلل شي، خو د عالمانو د دغه ناستط دقیقه نېټه يې ونه ښوده.

د ښاغلي ریان له څرګندونو وړاندې بیا، د طالبانو یوه مشر او د کورنیو چارو د وزیر سلاکار انس حقاني په خوست کې یوې غونډې ته وویلي وه، چې ژر به د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د دیني عالمانو یوه غونډه راوبلل شي.

د یادونې ده چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو له خوا طالبانو ته له اېښودل شویو مهمو شرطونو یو دی، خو لیدل کېږي، چې طالبان په یاده برخه کې له سختو انتقادونو سره مخ دي.