د امریکا لومړۍ مېرمن: اوکراین کې د روسیې وحشیانه جګړه باید ودرول شي

د عکس ښي لور ته د اوکراین د ولسمشر مېرمن اولینا زیلینسکا او چپ لور ته د امریکا د ولسمشر مېرمن جیل بایډن

د متحده ایالاتو لومړۍ مېرمن، جیل بایډن، د می په اتمه د یکشنبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر اوکراین ته لاړه او هلته یې د اوکراین له لومړۍ مېرمن اولینا زیلینسکا سره وکتل.

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر مېرمن جېل بایډن پر اوکرایین د روسیې یرغل "وحشیانه" وباله او د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.

لومړۍ مېرمن جېل بایډن پرون په یوه ناڅاپي سفر د اوکرایین په یوه لویدیځ سرحدي ښارګوټي اوژهورود کې د اوکراین د ولسمشر له مېرمنې اولینا زیلینسکا سره ولیدل.

مېرمن بایډن زیاته کړه: "ما فکر وکړ چې دا مهمه ده د اوکراین خلکو ته وښیم چې دا جګړه باید ودرول شي او دا جګړه خورا وحشیانه ده او د متحده ایالاتو خلک د اوکراین د خلکو سره ولاړ دي."

د اسوشیټیډ پریس په وینا، د دواړو هېوادونو لومړۍ مېرمنو د سلواکیا پولې ته نږدې په یوه کوچني درسي ټولګي کې سره ولیدل.

تر دې دمه نه وه رسنیزه شوې، چې د اوکرایین د ولسمشر مېرمن او بچیان چېرته اوسي ځکه هغه یې ځای نه وو ښودلی خو ویلي یې و چې امنیت یې خوندي دی.

په خپله ولسمشر ولودومیر زیلینسکي او د حکومت نور لوړپوړي چارواکي بیا د جګړې له پيل تر دې دمه په پلازمېنه کییف کې پاتې دي او جنګ رهبري کوي.

اغلې زېلېنسکا هم اوکراین ته د لومړۍ مېرمنې د سفر ستاینه وکړه او هغه یې په سیمه کې د جګړې په جریان کې "زړورتیا" وبلله.

دغه کتنه د روسیې د یرغل په لسمه اوونۍ کې وشو.

تر دې مخکې بلې جګپوړې امریکايي چارواکې او د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د کانګرس له څو غړو سره جګړه ځپلي اوکراین ته سفر کړی و.

په دې اړه نور: د امریکا د استازو جرګې مشرې کییف کې له ولسمشر زلینسکي سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ آسټین هم په وروستیو اوونیو کې د اوکراین پلازمینې کییف ته تللي وو ترڅو د ملاتړ اعلانولو سربیره اوکراین ته د نړیوالو مرستو لپاره ترتیبات همغږي کړي.

په دې اړه نور: د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيران نن کييف ته سفر کوي

پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پيل تر دې دمه لویدیځو هېوادونو پر روسیې فشارونه راوړي چې اشغال ته خاتمه ورکړي خو له ټولو بندیزونو او فشارونو سره سره لا هم د اوکرایین جګړه روانه ده.

د وروستیو راپورونو په اساس د ماریوپول د ازوستال د فولادو په فابریکه کې ایسارو اوکرایني جنګیالیو هوډ ښودلی چې تر پایه به مبارزه وکړي.

که څه هم د کییف له شاوخوا سیمو روسي پوځیان وتلي خو د روسیې ډېر تمرکز د اوکرایین ختیځ ته دی څو هلته خپلې پښې ټینګې او اشغال شوې سیمې له یو بل سره وتړي هغه څه چې اوکراییني ځواکونه یې په کلکه مخه نیسي.