روسیې نن د اوکراین په ماریپول کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

په ماريپول کې د اوکراین ځواکونو د عملیاتو انځور

د روسیې دفاع وزارت نن د اوکراین په ماریپول ښار کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ او ویې ویل، چې دا وربند به د ورځې په مخه وي.

کییف او واشنګټن پر دې اوربند شک څرګند کړی دی.

روسیه وایي، چې د اوربند په ورځو به د ماریپول ښار د ازوف ستال د پولادو په ورانې شوې فابریکې کې راګیر ملکیانو ته زمینه برابره شي چې ووځي.

دا اوربند د ورځې په مخه دی او په داسې وخت کې مسکو اعلان کړی دی چې یوه ورځ مخکې تر دې اوکراین په دې بندري ښار کې د سختې جګړې راپور ورکړ.

د ماریپول ښار له نورو سیمو تر درې سوه ډېر ملکیان ایستل شوې دي.

د ننني اروبند تر اعلان مخکې څو ځله اوربند مات شوی دی او کییف مسکو تورن کړی دی چې په پرله پسې ډول خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي نن سهار وویل، چې په ماریپول کې اوکراین له خپل لورې اوربند ته چمتو دی.

د اوکراين ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

زیلینسکي زیاته کړه، چې په تلخونو کې د ایسارو خلکو د ایستلو لپاره وخت ته اړتیا شته ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې د انبارونو د ایسته کېدو لپاره له درنو وسایلو استفاده نه شي کېدای او باید د ړنګو شویو ځایونو انبارونه په لاسونو له مخه لرې شي.

د روسیې دفاع وزارت وویل، چې د مسکو په وخت به د سهار له اتو د ماښام تر شپږو د مې په پنځمه، شپږمه او اوومه خلکو ته لار پرانېزي چې د ازوف ستال له فابریکې ووځي.

په واشنګټن کې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس پر دې اوربند شک څرګند کړ او ویې ویل، چې مسکو پخوا هم ورته اعلانونه کړې دي او بیا بیا یې له داسې ژمنو سرغړونه کړې ده.

د ازوف په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو قوماندان دینیس پروکوپینکو وویل، چې کله به هم دا فابریکه تسلیم نه کړي.

پروکوپینکو په تیلګرام کې لیکلي دي، چې له درنو جګړو وروسته روسیي ځواکونه دې سیمې ته ننوتلي دي، حالت سخت دی خو اوکرایني ځواکونه په پرله پسې ډول د ځان دفاع کوي.