په ننګرهار کې د رمضان جام شل اوریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

په ننګرهار کې د شل اوریزو سیالیو لوبغاړي د لوبې پرمهال

په ننګرهار کې د رمضان جام شل اوریزه شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

تېره شپه د دې سیالیو پایلوبه د مجاهد شینواري کرکټ لوبډله په بري پای ته ورسېده.

په پای لوبه کې وحید کرکټ کلب او مجاهد شینواري لوبډلې د یو بل سره مخامخ وې.

وحید کرکټ کلب د لومړۍ توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شلو اورونو کې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه، چې مجاهد شینواري لوبډلې دغه هدف د سیالۍ په شلم اور کې پوره کړ او د سږ کال رمضان جام د اتلولۍ جام يې پورته کړ.

مجاهد شینواري لوبډلې دغه سیالۍ وګتله او جام یې خپل کړ.

د دغه سیالیو یو تنظیمونکی او د ننګرهار د کرکټ د ادارې سرپرست نعمت عالم وايي، دغه لوبې چې د ډیوه ګروپ له لوري يې مالي ملاتړ شوی و د روانې روژې میاشتې په څلورمه پیل شوې وې ۲۳ ورځې يې دوام وکړ.

دی وايي، په دې سیالیو کې لسو لوبډلو برخه اخیستې او هره شپه یوه لوبه ترسره کېده.

ښاغلي عالم دا هم وویل، د بېلابېلو لوبډلو په ترکیب کې ان د افغانستان د کرکټ پخواني ملي لوبغاړي او تر نولس کلونو کم عمره ملې لوبډلې لوبغاړو هم برخه لرله.

دی وايي، د سیالۍ لیدلو ته به هره شپه سلګونه او د پایلوبې په شپه زرګونه مینه وال راغلي وو.

په ننګرهار کې د رمضان سیالیو مینه وال

دا سیالۍ د سپین غر کرکټ اکاډمۍ په لوبغالې کې ترسره شوې.

دا هماغه لوبغالی دی چې څلور کاله وړاندې په کې د روژې پر مهال د شپې له لوري بمې چاودنې وشوې لو یو شمېر ورزشکارانو او د کرکټ مینه والو ته يې مرګ ژوبله واړوله، خو نعمت عالم وايي چې د سږکال سیالیو پر مهال د ننګرهار امنیتي ځواکونو کلک امنیت نیولی و.

دغه سیالۍ د یوه خصوصي ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه هم ښودل کېدې.

د کرکټ یو شمېر افغان څارونکي دغه ډول سیالۍ د کورنۍ کرکټ د پراختیا لپاره مهمې بولي او وايي، په دې سره د کرکټ د بېلابېلې کچې لوبغاړي خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي.