د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیوټ پرتګال کې د نوي کور په لټه

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیوت ډیر زده کونکي پرتګال ته کډوال شوي دي. پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ راوروسته ددې انستیوت ښوونکي او زده کونکي له افغانستان څخه ووتل. احمد سلیم سرمست هغه هنرمند چې ۱۲ کلونه مخکې یې کابل کې دا انستیوت رامنځ ته کړ د خپلو زده کوونکو له یوې برخې سره په پرتګال کې دی. هغه وايي د پرتګال په ټولنه کې ددې ځوانو هنرمندانو د ادغام بهیر ښه روان دی او ډیر زر به د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیوت د شاګردانو له خوا یو لوی کنسرت ترسره شي. طالبانو موسیقي ناروا بللې او په افغانستان کې یې د موسیقۍ غږول منعه کړي.