یو شمېر افغان ښځینه ښوونکې: د طالبانو د پوهنې وزارت اضافه‌بست کړي یو

ارشیف، یو شمېر افغان ښوونکې او زده‌کوونکې

یو شمېر افغان ښځینه ښوونکې وايي، د طالبانو د پوهنې وزارت دوی اضافه‌بست کړي او ورته وايي، له دې وروسته ښځینه ښوونکې د هلکانو په ښوونځیو کې تدریس نه‌شي کولای.

له دوی ډېرې ښوونکې چې د خپلې کورنۍ سرپرستانې دي وايي، وېره لري چې ګوښه به شي.

د کابل د محمد علم فیض‌‌زاد په ښوونځي کې ښوونکې شازیه وايي، د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي چې اضافه‌بست شوې ده.

نوموړې چې ۲۷ کاله زده‌کوونکو ته زده‌کړه ورکړې وايي، په خپل معاش‌یې د کور کرایه او د ژوند نورې اړتیاوې پوره کولې.

دا زیاتوي: "نن ښوونځي ته ولاړم، هغه ښوونکې چې د هلکانو په ښوونځیو کې و، ځواب‌یې ورکړی بت‌خاک او خاک جبار کې یې ښوونځیو ته تبدیل کړي. دا څه ډول حکومت دی چې له ۲۷ کلونو خدمت وروسته‌یې موږ اضافه‌بست کړي یوو. طالبان چې اجازه نه‌ورکوي له محرم پرته له کور دباندې ووځو، څنګه کېږي چې یوه ښځینه ښوونکې د کابل ښار لیرې سیمې تدریس ته ولاړه شي."

یوه افغانه ښځینه ښوونکې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته‌یې دنده له لاسه ورکړه او اوس د ښار په واټونو کې بوټونه رنګوي.

یوه بله ښوونکې چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، خاوند یې ژوندی نه‌دی او په خپل معاش‌یې د ژوند چارې روانې کړې وې.

دا چې د کابل په چهل‌ستون سیمه کې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي زیاتوي، ورته ویل شوي چې نور د هلکانو په ښوونځیو کې تدریس نه‌شي کولای. نوموړې وايي، د دې توان هم نه‌لري چې په کراچۍ توکي وپلوري.

دا وايي: "زه د هلکانو په یوه ښوونځي کې ښوونکې وم. اووه میاشتې کېږي چې معاش مې نه‌دی اخیستی. نه‌پوهېږم چې خپل ژوند څه ډول پر مخ یوسم. د کور کرایه باید ورکړم، اولادونه مې هم لګښت لري. موږ ته ویل شوي چې نور د هلکانو ښوونځي کې تدریس نه‌شي کولای. زموږ برخلیک به اخر څه کېږي."

دا ښوونکې وايي، ورته ویل شوي و چې د کب په میاشت کې به د خپلو درېیو میاشتو تنخوا هم واخلي، خو تر اوسه‌یې خپل حق نه‌دی اخیستی.

د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

یوه افغانه ښځینه ښوونکې

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېد وروسته، له څو مشخصو بنسټونو پرته، په ډېرو دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې له کار کولو منع شوې.

وړاندې د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې په نوي ښوونیز کال کې به نجونې او ښځې ښوونځیو ته د تګ اجازه ولري او دوی په دې اړه یوه طرحه جوړه کړې ده، خو چې د ښوونیز کال پیل ته محدودې ورځې پاتې دي، تر اوسه د دې طرحې څرنګوالی معلوم نه‌دی.

د جمهوري نظام له ړنګېدو وړاندې، یعنې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو کې د پوهنې وزارت د مسؤلو چارواکو له‌خوا ازادي راډیو ته د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې ۱۷۰ زره ښوونکو زده‌‌کوونکو ته زده‌کړه ورکوله چې په دوی کې ۳۶ سلنه‌یې ښځې وې.