د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

په ساینس کې د ښځو نړیواله ورځ او په دې برخه کې د افغانو ښځو ستونزې


د افغانستان د روباتیک ډلې دوه غړې
د افغانستان د روباتیک ډلې دوه غړې

د فبرورۍ ۱۱مه، د ساینس په برخه کې د ښځو نړیوالې ورځې په رارسېدو سره او په افغانستان کې په دې برخه کې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې ستونزي.

یو شمېر ښځینه زده کړیالانې او ښوونکې چې د ساینسي زده کړو په برخه کې فعالې دي وايي چې افغانې ښځې او نجونې اوس د لومړنیو زده کړو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي چې په افغانستان کې د لا زیاتو ساینسي څېړنو په اړه فکر کول خو بیخې لرې خبره ده.

د کابل پوهنتون د بیولوژي پوهنځي رئیسه کیهانه طیب په هېواد کې د ساینس په برخه کې د محصلینو د پرمختګ لپاره د څېړنو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي او د زده کړو د نشتوالي خبره کوي.

کیهان وایي:" له بده مرغه په هېواد کې د څېړنو لپاره اساسي لابراتوارونه وجود نه لري. ما خپله زده کړې په جاپان کې بشپړې کړي دي، خو دلته د څېړنو لپاره داسې اسانتياوې نه شته چې په عملي ډول ترې کار واخیستل شي"

د افغانستان د روباتیک ډله د یوه روباتیک جوړولو په مهال
د افغانستان د روباتیک ډله د یوه روباتیک جوړولو په مهال

د ساینس د څانګې فارغانو په وینا، په افغانستان کې د ساینس په برخه کې د مناسبو تحصیلي او څېړنیزو امکاناتو نشتوالی د دې لامل شوی چې ډیری هغه کسان چې د ساینس په برخه کې زده کړې لري، مجبور دي چې په نورو برخو کې مسلک تعقیب کړي یا د ساینس او څېړنې په برخه کې د زده کړو د دوام لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي.

خو د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده کړو د دوام لپاره نورو هېوادونو ته تلل اسانه کار نه دی.

د کابل پوهنتون د کیمیا د پوهنځي استاده ریحانه پوپلزۍ په افغانستان کې شته دودونه په زده کړو کې د ښځو د شاته کېدو یو لامل ګڼي.

د بېلګې په توګه هغه وايي چې په دې وروستيو کې يو شمېر نجونې د خپلو زده کړو د دوام لپاره ترکيې ته باید تللې وای، خو دا اسانه کار نه دى.

اغلې پوپلزۍ وایي:" دلته د محرم د لرلو مسئله ده، زه فکر نه کوم چې دوی دې لاړ شي او په مرکز کې لا اوس هم د ښځو په برخه کې ستونزې شته، زه هیله لرم چې د نړيوالو او د اسلامي امارت د چارواکو په پام سره به دا ستونزې هوارې شي.

افغان مېرمنو او نجونو د نارینه وو ترڅنګ په تېرو شلو کلونو کې د ساینس په زده کړه کې ستر پرمختګونه کړي او ملي او نړیوالې لاسته راوړنې یې درلودلې دي.

د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم یې یوه ښه بیلګه ده چې په ملي او نړیوالو سیالیو کې د نړۍ د هیوادونو په منځ کې یې څو ځلې ښه مقامونه ګټلي دي.

د افغانستان د روباتیک ډلې نجونې
د افغانستان د روباتیک ډلې نجونې

د دې ټیم یوه تن غړې فرزانه نېکپور وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د روباټیک ټیم یو شمېر نجونو له هېواده بهر په زده کړاو کار باندې بوختې دي.

اغلې نېکپور وایي:" په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی. له بده مرغه زموږ یو شمېر نجونې له افغانستانه بهر دي او د روباټیک په برخه کې د نوي خبرې لري او ځینې یې لا هم په هېواد کې دي."

طالب چارواکو تر دې مهاله زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پخوا لا له مخکې نه ویلې چې په هېواد کې د نجونو د زده کړو مخه نه نیسي، خو په ټولګیو کې د نجونو او هلکانو له ادغام سره مخالفت کوي او وايي چې نجونې باید د اسلامي شرایطو په پام کې نیولو سره زده کړي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې دوو افغان ښځو په امریکا او اروپا کې د پام وړ لاس ته راوړنې لري.

یوې افغانې مېرمنې شکردخت جعفري په اروپا کې خپله دویمه اختراع له اروپايي ټولنې سره ثبت کړه.

اغلې جعفري په دې وروستیو کې په اروپا کې د سرطان د ناروغۍ د تشخیص یوه اله اختراع کړې ده.

رابعه جلالزۍ، په متحده ایالاتو کې یوه بله افغانه مېرمن، د یوه څیړنیز ټیم سره په ګډ کار کولو سره چې د (HIV) ناروغانو د درملنې اړوند زرقي درمل جوړولو په هکله یې څېړنه کول، د پام وړ مرسته کړې ده چې د د دوی څېړنه د متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې لخوا هم تائید شوې.

د ۲۰۱۵کال د دسمبر په ۲۲مه، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ټیکنالوژۍ په برخه کې د ښځو او نجونو د مهم رول د یادولو لپاره د فبروري ۱۱مه د "ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ" نومولې.

XS
SM
MD
LG