بایډن پوتین ته: پر اوکراین د برید صورت کې به امریکا روسیې ته چټک ځواب ورکړي

د امريکا ولسمشر جوبايډن او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

د امريکا ولسمشر جوبايډن او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پرون (شنبه، د فبرورۍ ۱۲مه) وروسته له هغه ټیلیفوني خبرې وکړې چې واشنګټن او متحدینو یې خبرداری ورکړی چې ممکنه ده روسي ځواکونه هره شېبه چې وغواړي په اوکراین برید وکړي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل، د کړکېچ د مخنیوي لپاره د وروستیو هڅو په لړ کې، ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته شنبه مازیګر مهال ټیلیفون وکړ.

د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې پر اوکراین د برید په صورت کې به متحده ایالات او متحدین یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي چې ډېر به ورته ګران پریوځي.

په دې اړه نور: د اوکراین کړکېچ؛ د بریتانیا دفاع وزیر مسکو کې خپل روسي سیال سره وکتل

د بایډن په خبره برید به د پراخ بشري ناورین لامل شي او د روسیې ځای به کمزوری کړي.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم پرون د دوهم ځل لپاره له ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا او فرانسې مشرانو د روسیې له ولسمشر سره د اوکراین پر پوله د کړکېچ پر کمولو تمرکز درلود.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم پرون د دوهم ځل لپاره له ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

فرانسه وايي، ولسمشر مکرون پوتین ته ویلي چې د اوکراین په اړه صادقانه خبرې د کړکېچ له زیاتېدو سره سمون نه لري.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې د خپل سفارت ډېرو کار کوونکو ته امر کړی چې له دغه هېواده ووځي. نورو امریکايي اتباعو ته هم ویل شوي چې په ۴۸ ساعتونو کې له اوکراینه ووځي.

په دې اړه نور: امریکا د اوکراین په پلازمېنه کیف کې خپل سفارت تخلیه کوي

پنټاګون د امریکا دفاع وزارت هم اعلان کړی چې له اوکراینه د شااوخوا ۱۵۰ پوځي روزونکو د ایستلو په هڅه کې دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک پرون د مصر پلازمېنه قاهره کې یوې خبري غونډې ته وویل، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اوکراین ته د سفر خبرداری ورکړی او له جرمني اتباعو یې غوښتي چې له اوکراینه ووځي.

د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې پوځي تحرکاتو او او د شااوخوا یو لک عسکرو ځای پرځای کولو پر اوکراین د روسیې د برید په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

خو روسیې پر اوکراین د برید پلان رد کړی دی.