د امریکا پر کانګرس د برید کلیزه؛ بایډن ټرمپ د 'دروغو' په ویلو ملامت کړ

د ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید کړی

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کانګرس د ودانۍ یا کپیټل له هغې خونې وینا کوله چې تېرکال د پارېدلو مظاهره چیانو د یرغل د څپو شاهده وه.

پر کانګرس د جمهوري غوښتونکو په دې برید کې چې د ۲۰۲۱م زیږدیز کال د جنورۍ په ۶مه نېټه وشو، لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول او څه باندې سل پولیس افسران ټپيان شول.

بایډن په دې تُنده وینا کې پخوانی ولسمشر د دروغو په ویلو ملامت کړ او د امریکا له ولسه یې غوښتنه وکړه چې پرېکړه وکړي، سیاسي تاوتریخوالی د یوه اصل په توګه مني او که نه؟

د امریکا ولسمشر جو بایډن

بایډن زیاته کړه: "زموږ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ولسمشر نه یوازې دا چې ټاکنې وبایللې، بلکې هڅه یې وکړه چې د واک د سوله ییز انتقال مخه ونیسي. د دوی قهریدلي بلواګر کانګرس ته را ورسېدل، خو هغوی ناکام شول، ماته یې وخوړه. موږ د یاد په دې غونډه کې دا ډاډ ورکوو چې بیا به هېڅکله، هېڅکله هم داسې برید نه تکراریږي."

په دې اړه نور: بایډن پر کانګرس د حملې د یوې کلنې کلیزې په مناسبت وینا کوي

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلویانو د ۲۰۲۰م زیږدیز کال د ټاکنو د پایلو په اړه ډېرې مظاهرې وکړې او دا ټاکنې یې له درغلیو ډکې بللې وې، خو جوبایډن وایي، د ټاکنیزو درغلیو په اړه هېڅ شواهد نشته.

بایډن ټرمپ ملامت کړ چې د اصولو پرځای یې قدرت غوره باله او وړاندیز یې وکړ چې د راتلونکې لپاره ښه لاره دا ده چې حقیقت درک او پر اساس یې ژوند وشي.

مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا دا رد کړې چې ګواکې مظاهره چیانو د ده په لمسون پر کانګرس یرغل کړی وي.

د بایډن تر پرونیو څرګندونو وروسته ډونالډ ټرمپ په یوه لیکلي ځواب کې وویل: "بایډن هڅه کوي چې زما له نوم نه په استفادې امریکا نوره هم وویشي."

ټرمپ د بایډن څرګندونې "سیاسي ننداره" وبلله او وېې ویل، ده باید د ۲۰۲۰م زیږدیز کال ټاکنې ګټلې وی.

پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ټرمپ چې پرونیو مراسمو کې یې له ګډونه ډډه کړې وه، دا اشاره هم وکړه چې د ۲۰۲۴م زیږدیز کال ټاکنو ته به بیا نوماند شي.

په امریکا کې یوه تازه نظر پوښتنه ښيي چې پر هرو درېیو امریکایانو کې دوو هغو یې پر کانګرس یرغل ډېر او شدید تاوتریخوالی بللی دی، خو د پوښتل شوېو جمهوري غوښتونکو او حاکم ګوند ډموکراتانو په نظرونو کې د پام وړ توپېر ترسترګو کېږي.

د کانګرس یوه کمېټه لا هم د دغه یرغل په څېړنه بوخته ده او تر اوسه یې د پېښې له سلګونه عیني شاهدانو سره مرکې کړي دي.

د امریکا لوی څارنوال مېریک ګارلنډ 'Merrick Garland' ویلي، چارواکو تراوسه په ټول هېواد کې ۷۲۵ تنه د دغه یرغل په تړاو نیولي دي.

د ده په وینا له دې ډلې ۱۴۵ کسانو په خپله سرغړونه او ۲۰ نورو په خپل جرم اعتراف کړی دی.