ټولنیزو رسنیو کې د وسله‌والو له‌خوا د موسیقۍ الو د ماتولو وېډیو غبرګونونه راپارولي

ارشيف، د موسيقۍ الات-انځور تزئیني بڼه لري.

په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو بې‌‌یونفورمه وسله‌والو له‌خوا د الله اکبر په ویلو سره په ډبرو د موسیقۍ د الو د ماتولو خپره شوې وېډیو، د یو شمېر سندرغاړو او عام افغانانو له غبرګون سره مخ شوې.

خو وېډيو کې دا نه‌ښيي چې کله او چېرې ثبت شوې ده.

دا کار د افغانستان د سندرغاړو او هنرمندانو له غبرګون سره مخ شوی دی.

افغان سندرغاړی زر ولي افغان غږ وایي د دې وېډیو په لیدلو سخت خواشینی شوی.

دی زياتوي: "که تاسو موسیقي واخلئ، فرهنګ واخلئ او کلتور واخلئ، نور هېڅ داسې څه نه‌شته چې په دنیا کې د دوی پېژندګلوي وشي چې دا کوم قوم دی، ځکه موسیقي د فرهنګ یوه برخه ده او موسیقي فرهنګ او کلتور مخ ته وړي."

د کونړ ولايت سيمه‌ييز سندرغاړی شفیع‌الله بیا وايي: "دا د ټولو هنرمندانو لپاره یوه صدمه ده، ځکه موږ د افغانستان یو جز او یو فرد یو او دا د افغانستان هنري تاریخ ته یوه لویه صدمه ده."

یو افغان سندرغاړی صفدر توکلي

دا وېډیو له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د دغه رسنیو ډېری کاروونکو په دې اړه نیوکې کړې دي.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم دا عمل سم نه‌بولي.

له دې ډلې هادي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان موسیقي ته سپک کتل خپل ځان ته سپک کتل دي، د افغانستان موسیقي ته سپک کتل د افغانستان دود او کلتور ته سپک کتل دي."

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سندرغاړي چې نه‌غواړي نومونه‌يې واخیستل شي ازادي راډیو ته د ځینو تصویرونو په لېږلو سره ادعا کوي چې افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې حکومت وروسته د دې حکومت یو شمېر ځواکونو د دوی دفترونو باندې برید کړی او د دوی د موسیقۍ وسایل‌یې ویجاړ کړي دي.

هڅه مو وکړه د دې دواړو موضوعاتو په اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې کار بریالي نه‌شوو.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

خو پر ټولنيزو رسنيو د خپرې شوې وېډيو په اړه د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وایي په دې تړاو یې پلټنې پیل کړي چې ایا دغه کار د دوی د کسانو له‌خوا شوی او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو د امر‌ بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت موټر چلوونکو ته لارښوونه کړې چې له دې وروسته دې په موټر کې موسیقي نه‌اوري او دا خبره د دغه وزارت وياند عاکف مهاجر ازادي راډیو سره په خبرو کې تأييد کړې هم وه.