قطر او ترکیه: د ۵ هوایي ډګرونو فعالیت لپاره د طالبانو هوکړې ته په تمه یو

د کابل هوايي ډګر

د قطر په پلازمېنه دوحه کې پر دې خبرې روانې دي چې ترکیي او قطري شخصي کمپنۍ څرنګه د کابل په شمول د افغانستان پنځه هوایي ډګرونه فعالولی شي.

فرانس پرېس اژانس د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاوش اغلو په وینا دا خبره خپره کړې ده.

په دې اړه نور: طالبان: د هوایي ډګرونو د مدیریت پر څرنګوالي د تخنیکي ټیمونو خبرې دوام کوي

د ښاغلي چاوش اغلو په وینا د ترکیې او قطر کمپنیو په خپلو کې موافقه کړې ده چې د افغانستان پنځه هوایي ډګرونه فعاله کړي، خو دوی لا هم د طالبانو موافقې ته انتظار دي.

طالبان بیا وایي چې دوی به له بېلابېلو هېوادونو وړاندیزونه تر لاسه کړي او د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، تراوسه له دوی سره د قطر او ترکیې پر طرحه په تفصیل خبرې نه دي شوي.

په دې اړه نور: طالبان: د ۵ هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه لاهم قطر او ترکيې سره خبرې روانې دي

دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي دا هم وویل، لا هم یوازې دا خبرې شوي دي چې دا کمپنۍ کار ته چمتو دي، خو په څه شرایطو او څرنګه دا خبرې لا پاتې دي.

د کابل د هوایي ډګر په شمول د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د چارو د تنظیم په ارتباط د روانې اوونۍ په پيل کې په پلازمېنه دوحه کې د ترکیې او قطر د کمپنیو ترمنځ موافقه لیک لاسلیک شوی و.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، متحد عربي امارات هم غواړي چې له ترکي او قطري کمپنیو سره یو ځای همکاري وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیرښاغلي چاوش اغلو ویلي ترکي او قطري کمپنیو په خپلو کې موافقه کړې ده چې د افغانستان پنځه هوایي ډګرونه فعاله کړي

متحد عربي اماراتو د اګسټ تر پنځلسمې مخکې چې طالبانو لا کابل نه و نیولی د کابل د هوایي ډګر ملکي چارې سمبالولې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، پردې موضوع یې د ابوظبۍ له شهزاده شیخ محمد بن زاید سره د تېرې میاشتې په وروستیو کې هغه وخت خبرې کړې وې چې شهزاد محمد انقرې ته ورغلی و.

چاوش اغلو زیاته کړه چې دا ممکنه ده چې درې سره لوري، ترکیه، قطر او امارات یوځای کار وکړي، خو د ښاغلي چاوش اغلو په وینا تر اوسه درې اړخېزه مشخصه طرحه نه ده وړاندې شوې.

په دې اړه نور: ترکیه د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت په اړه قطر او طالب استازو سره غږیږي

ترکي او قطري چارواکو هم تر اوسه د خپلې طرحې په اړه ډیر جزییات له رسنیو سره نه ده شریک کړي او ان دا خبره یې لا نه ده روښانه کړې چې د دغو هېوادونو کومې کمپنۍ به د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو چارې سمبالوي.

طالبانو د ترکانو دا وړاندیز رد کړی دی چې د کابل د هوایي ډګر امنیت به ساتي، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې تر هغو به تړون لاسلیک نه شي چې د اعتماد وړ یو بهرنی لوری د ترمینل امنیتي چارې په لاس کې وانه خلي.