د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو لپاره د امن خونو له تړل کېدو او دوی ته د ورپېښ ګواښ په اړه اندېښنه ښيي.
دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۵» لیکلي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، هغو نجونو او ښځو سره چې تاوتریخوالی ورسره شوی، هر ډول اړینې مرستې لهمنځه تللي، دا خونې تړل شوي او هغه ښځې چې د تاوتریخوالي له املهیې امن خونو کې پناه اخیستې وه، ازادې شوې دي.
امن خونې هغه پناهځایونه و چې د تاوتریخوالي سره مخ شویو نجونو او ښځو تهیې، د دوی په غوښتنه پناه ورکوله.
امنېستي انټرنشنل په دې خونو کې د ۲۶ قربانیانو او هغوی سره چې هلتهیې کار کړی خبرې کړي او لیکي، طالبانو د دوی پناه ځایونه وتړل او تر خوا یې له زندانونو هغه بندیان هم ازاد کړي چې د جنسیت له مخې د تاوتریخوالي په پېښو کې مجرم پېژندل شوي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، اوسمهال په دې خونو کې ساتل شوې ښځې او نجونې او تر خوا یې هغوی چې هلتهیې کار کړی، د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، په امن خونو کې داسې ښځو او نجونو ته پناه ورکړل شوې وه چې هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ وې.
په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي
اغلې حمیدي زیاتوي: "زموږ اندېښنه دا ده چې د طالبانو له راتګ وروسته، زیانمنو شویو مېرمنو ته دا ډول امکانات او خدمات تړل شوي. په ورته وخت کې د امن خونو تړل او له تاوتریخوالي ډک ژوند ته د ښځو بېرته ستنول، دوی د مرګ له خطر سره مخ کوي چې موږ یې په اړه ډېر اندېښمن یوو."
د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې د دې سازمان د منشي اګنس کالامار له قوله لیکل شوي: "طالبانو ټول زندانیان هم ازاد کړي او دوی د هغه ګواښونو په اړه فکر نهدی کړی چې قرباني شوې ښځې او مېرمنې ورسره مخ کېدونکې دي."
له ګواښونو سره مخ یو له دغو مېرمنو چې نهغواړي نومیې ورته د شته ګواښونو له امله راپور کې خپور شي او څه د پاسه یو کالیې په کابل کې د امن خونې دننه تېر کړی وايي، کورنۍ یې داسې شکنجه کوله چې مجبوره شوه هر څه پرېږدي او خپل سر خوندي کړي.
خو کله چې طالبان واکمن شول، د سرپناه دا هیلهیې هم لهمنځه ولاړه. اندېښمنه ده، که کورنۍ تهیې په لاس ورشي، و بهیې وژني.
دا وايي: "کورنی تاوتریخوالی، ظلم، وهل ټکول، ښکنځلې، بده رویه، د سمې ډوډۍ نهراکول، زما لباسونو ته نهرسیدهګي او په هره مسئله کې زما ملامت ګڼل، هغه لاملونه و چې زهیې مجبوره کړم چې کور پرېږدم او د امن خونې ته راشم. اوس چې د امن خونه کې نهیم، ژوند مې خطر کې دی. زه له خپله کور راتښتېدلې یم، هغوی به مې ژوندۍ پرې نهږدي. "
طالبان که څه هم د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه غبرګون نهښيي، خو وايي دوی خپلو امنیتي مسؤلانو ته دنده سپارلې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو مخنیوی او له دوی ساتنه وکړي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل: "که په دې اړه بیا هم څوک اندېښنه لري، هغوی دې مخکې له مخکې امنیتي ځواکونو سره ستونزه شریکه کړي، هغوی ته دې اطلاع ورکړي. حتماً به د دوی ستونزې ته ځان رسوي."
له ښځو سره تاوتریخوالی یوه له هغو ننګونو ده چې مخکېني حکومتونهیې هم په کابو کولو کې پاتې راغلي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې په بېړني ډول د دې خدمتونو د بېرته فعالولو مرسته وکړي او هغه کارکوونکي چې د امن خونو دننهیې کار کړی او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، له افغانستان وباسي.
امنېستي انټرنشنل پر طالبانو هم غږ کوي چې له تاوتریخوالي سره د مخ کېدونکو او مخ شویو ښځو لپاره د امن خونو د بېرته پرانیستو اجازه ورکړي او دا ډاډ هم باید وي چې هلته کارکوونکي بې له کومې وېرې چارې مخ ته یوسي.
دا سازمان وايي، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په امن خونو کې تاوتریخوالي سره مخ شویو نجونو او ښځو ته روغتیايي، رواني، وکالت او نورې اسانتیاوې چمتو وې.
ارشیف، کابل کې په یوه امن خونه کې مېرمنې د خامک دوزۍ پر مهال
دې خونو ته د مخکېني جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او روغتونونو څخه قرباني شوې مېرمنې ورپېژندل کېدې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما وايي، که څه هم دا خونې ډېرې مجهزې نهوې، خو بیا هم په افغانستان کې یې د زرګونه قرباني شویو ښځو خدمات وړاندې کول، هغه هېواد چې د یوناما له قوله، له هرو ۱۰ ښځو ۹ یې په یوه ډول په خپل ژوند کې تاوتریخوالی تجربه کوي.