اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي په اړه د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اندېښنه

یو شمېر افغان خبریالان

له تېرې یوې نیمې میاشتې راپدېخوا د افغانستان د رسنیو او بیان ازادۍ په برخه کې ستر بدلونونه.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اندېښنه ښودلې چې له تېرې یوې نیمې میاشتې نه په زیاته موده کې، له کله چې طالبانو پر ټول افغانستان واکمن شوي، اطلاعاتو د نه‌لاسرسي ترڅنګ خبریالان له فزیکي تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

دغې کمېټې په خپل یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، په دې وروستیو کې ځیني خبریالان ان وژل شوي چې په خبره‌یې دې کار نور خبریالان هم وېرولي او په کارونو یې اغېز کړی دی.

دغې کمېټې دا هم ویلي چې په دغه هېواد کې له ۷۰ سلنه د زیاتو رسنیو له تړل کېدو او د مسلکي او مطرح خبریالانو د بهر ته تګ له امله د اکثرو رسنیو خبرونه او راپورونه د تېر ۲۰ کلونو په پرتله ډېر بې‌کیفیته شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د خپل دغه راپور په یوه برخه کې ویلي: "وروسته له دې چې له ۷۰ سلنې څخه زیاتې رسنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله وتړل شوې او دا چې یو شمېر زیات مسلکي خبریالان له هېواد حخه بهر ووتل، اطلاع‌رسونه او د کره خبرونو د دوران کچه،‌ تر ټولو هغه ټیټې کچې ته رارسېدلې ده.‌ دا تشه د افغانستان په ولایتونو کې ډېره تر سترګو کېږي‌. دا چې د رسنیو د اطلاع‌رسونې ‌ کیفیت، کومې خوا ته ځي په ډېرو عواملو پورې تړلې موضوع ده. د نړیوالو مرستو څرنګوالی، اقتصادي وضعیت،‌ د امنیت او تقنیني اسنادو په اړه رسنیو ته د حکومت د ژمنتیا کچه، هغه مسایل دي چې د رسنیو د اطلاع رسولو پر کیفیت، مثبت یا منفي اغېز درلودلای شي."

ارشیف، افغان رسنۍ

یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسؤلین د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دا راپور سم بولي او وایي چې افغان رسنۍ د یو تیاره او نا څرګند برخلیک په لوري د حرکت په حال کې دي.

د اریانا نیوز ټلوېزیون د نشراتو مشر شریف حسنیار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له شک پرته چې معلوماتو ته لاسرسی کم شوی او رسنۍ هم هغه ډول چې د افغانستان د ورځنیو پېښو او حالاتو په اړه باید راپورونه ورکړي، نه‌یې شي کولای. رسنۍ محدودې شوي او دا سانسور دوه ډوله دی یو دا چې خبریالانو خپله ځانونه سانسور کړي او بل دوی د هغو فشارونو له امله چې په دې وروستیو کې ورباندې رامنځته شوی، محدود ګرځول کېږي."

ځیني خبریالان وایي که دا محدودیتونه همداسې دوام وکړي ډېر نور خبریالان به هم خپلې دندې پرېږدي.

د یوې خصوصي رسنۍ خبریال توفیق صدیقي چې په خبره‌یې څو موده وړاندې په کابل کې د یو لاریون د خبري پوښښ پر مهال د طالبانو له لوري د وهل ډبولو ترڅنګ د درې ساعتونو لپاره بندي شوی هم و، ازادي راډیو سره‌یې خبرو کې وویل، د وروستیو حالاتو په اړه دېر اندېښمن دی.

دی وايي: "له بده مرغه کله چې طالبان کابل ته ننوتل د خبریالانو لپاره حالت یوازې د یو دوو ورځو لپاره ښه و، خو تر هغه وروسته پر رسنیو او خبریالانو سخت بندیزونه ولګول شول، زه فکر کوم که دا حالت دوام ومومي ډېر نورې رسنۍ به هم بندې شي او ډېر نور خبریالان به هم خپلې دندې پرېږدي."

خو طالبان بیا دا ادعاوې ردوي.

د طالبانو په مشرۍ حکومت د فرهنګي کمېسیون یو غړي احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل، دوی د بیان ازادۍ او خبریالانو او رسنیو سره د معلوماتو شریکولو ته ژمن دي.

احمدالله وثیق

ښاغلي وثیق وویل: "له رسنیو سره معلومات شریکول دا زموږ مسؤلیت دی، موږ تل هڅه کړې چې د مهمو مسایلو په اړه له رسنیو سره په وخت معلومات شریک کړو، د بېلابېلو وزارتونو او ادارو لپاره مو په دې وروستیو کې مطبوعاتي کسان او ویاندویان هم ګمارلي چې له رسنیو سره معلومات شریک کړي."

ښاغلی وثیق وایي دوی هڅه کوي د رسنیو د کیفیت د بېرته لوړولو لپاره نور اقدامات هم وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په داسې حال کې د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښیي چې شااوخوا یوه اوونۍ مخکې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د یوې نظر پوښتنې په خپرولو سره ویلي و چې دا مهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ په افغانستان کې فعالیت کوي چې هغه هم د معلوماتو د نشتوالي، امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.