د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

غور کې ځینې بې دندې خبریالان سختو کارونو ته اړ شوي


غور کې ځینې بې دندې خبریالان سختو کارونو ته اړ شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00
وروسته له دې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، یو شمېر خبریالان بې دندې شول.

ګل احمد الماس د غور یو سیمه ییز خبریال دی چې اوس د خپل ژوند د مخ ته وړلو لپاره اړ شوی چې د فېروز کوه ښار له غرونو خس راټول کړي او په بازار کې یې وپلوري.

هغه وايي پرته له دې کاره بله لاره نه لري.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې یوه نوې سروې ښیې چې په افغانستان کې رسنۍ او ژورنالېستان له جدي ننګونو په ځانګړي ډول د طالبانو له واکمنۍ وروسته معلوماتو ته نه لاسرسی، امنیت او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

بشپړ ویډیويي راپور د دې تړوني په کېکاږلو سره وګورئ:

XS
SM
MD
LG