د داعش فعالیت ته اندېښنې؛ طالبان وايي د له‌منځه وړلو لپاره‌یې په یوې طرحې کار کوي

ارشیف، په کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د کابل د تېرې ورځې چاودنې او وروستیو کې د داعش ډلې فعالیت د افغانانو اندېښنې راپورته کړي.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، وروستیو چاودنو دوی وېرولي او له طالبانو د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی احمدالله له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، طالبان باید د داعش مخه ونیسي.

احمدالله زیاتوي: "په دې وروستیو کې د طالبانو ځواکونه په کابل، ننګرهار، پروان او داسې نورو ولایتونو کې په مرموز ډول وژل کېږي، دغې چارې زه سخت اندېښمن کړی یم، له اړوندو بنسټونو څخه مې غوښتنه ده چې د دې کار مخه دې ونیسي."

د دې ښار بل اوسېدونکی مبین بیا وايي، د طالبانو له راتګ سره تمه دا وه چې د دې چاودنو څخه به وژغورل شو، خو داسې ونه‌شو.

مبین وايي: "پرون ورځې چاودنې، څو ورځې وړانډې چاودنو موږ سخت اندېښمن کړي یو، موږ فکر کاوه چې د طالبانو له راتګ سره به امنیت راشي، خو داسې ونه‌شو. له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې مخه دې ورته ونیسي."

د کابل ښار یوه څنډه

خو د خلکو دې اندېښنو ته بیا طالبان په ځواب کې د داعش سره مقابلې لپاره د یوې نوې طرحې د جوړېدو خبره کوي.

د طالبانو د رسنیو برخې یو غړي بلال کريمي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دې ډلې د له‌منځه وړلو لپاره په یوې طرحې کار روان دی.

ښاغلي کریمي وویل: "اسلامي امارت مجاهدین د دوی پر وړاندې په ډېر منظم ډول باندې ګام اخلي او په یوې طرحې کار روان دی چې په علمي کېدو سره به‌یې د داعش شتون چې نه فزیکي حضور لري او نه هم څرګند دي، له هېواده‌یې ټغر ټول شي."

ښاغلی کریمي وايي، داعش اوس هم د افغانانو او طالبانو لپاره ګواښ نه‌دی او ډېر ژر به‌یې لمنه ټوله شي.

طالبان داسې مهال دا خبره کوي چې تېره ورځ د کابل ښار عیدګاه جومات مخې ته د خلکو په یوې ګڼه ګوڼې چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

که څه هم تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی، خو طالبان وايي ښايي د داعش ډلې ځینې کړۍ د دې برید تر شا لاس ولري.

له دې چاودنې وروسته تېره شپه ناوخته د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې په سیمه کې طالبانو د داعش ډلې د یو پټنځای د له‌منځه وړلو په هدف عملیات وکړل.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې عملیاتو کې یې د داعش ډلې یوه ځاله له‌منځه وړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

تر دې وړاندې د طالبانو یو بل ویاند بلال کریمي اسوشیټډ پرس ته ویلي و چې طالب جنګیالیو په پروان کې د داعش پر یوه پټنځای برید کړی چې د دغې ډلې یو غړی یې وروژلی او څو نور یې نیولي دي.

طالبان د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل او په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړ. پرونۍ حمله کابل کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دوهمه خونړۍ حمله وه.

خو د طالبانو په واکمنۍ کې بیا راکټونه هم توغول شوي چې مرګ‌ژوبله درلوده او مسؤلیت‌یې هم د اسلامي دولت نومې ډلې اخیستی و.

د طالبانو د واکمنۍ په دوهمه اوونۍ د اګسټ په ۲۶مه د کابل هوایي ډګر ته څېرمه هم خونړۍ چاودنه وشوه چې په‌کې څه باندې ۱۷۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. چې مسولیت داعش وسلوالې ډلې په غاړه واخیست.